Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
پېښو ته د رسېدنې چارو کې د دولت وزارت وایي چې په تېرو دوو ورځو کې په تخار، بدخشان، غور او بغلان ولایتونو کې د راغلو سېلابونو له امله ۸۵ کسان مړه او شاوخوا سل نور ټپیان شوي دي.
د افغاني سره میاشتې ټولنې د زړه سوري پر ناروغۍ اخته ۴۰ ماشومان د درملنې په موخه کابل کې څلورو روغتونونو ته ورپېژندلي دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي، د اسلامي امارت پلاوي د ګامبيا پلازمېنه بانجول کې د اسلامي همکارۍ سازمان په ۱۵مه سرمشريزه کې ګډون وکړ.
پېښو ته د رسېدو چارو کې د دولت وزارت وايي، د هېواد په پنځلسو ولایتونو کې له تېرو درېیو ورځو راهیسې د ورښتونو له امله ۸ کسان مړه او درې نور ټپیان شوي، څو جریبه کرنیزه ځمکه او لسګونه کورونه په بشپړ او قسمي ډول ویجاړ کړٍي دي.
د ملي دفاع او کانونو او پټرولیم سرپرست وزیرانو له بهره راغلو افغانانو سره لیدنه کې د شته ستونزو د ژر هوارېدو ډاډ ورکړی او له هغوی یې غوښتي چې بېرته هېواد ته راستانه شي او د بيارغونې او پرمختګ چارو کې ونډه واخلي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د سره صلیب نړۍوال فدارسیون د اسیاپسفیک برخې له مشر سره په لیدنه کې غوښتي څو د لا ښو روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره د داخلي روغتونونو تجهيز ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې کابل کې تر پنځو راتلونکو ورځو پورې د افغان ـ قزاق دوه ورځنی نندارتون جوړیږي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د ترکیې هېواد د ډاکټرانو یو ټیم افغانستان ته راغلی څو اتاترک د ماشومانو تخصصي او ملي روغتون کې د افغان ډاکټرانو په مرسته د ماشومانو د یورولوژۍ اختلاطي او پیچلي عملیات ترسره کړي.
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د سالنګونو په ګډون د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د واورې او باران ورېدو او د ناڅاپي سېلابونو راتلو اټکل کړی دی.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د صنعت او سوادګرۍ وزارت له سرپرست سره په لېدنه کې، له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ په برخه کې د انډول ساتلو ټینګار ترڅنګ ویلي د صنعت پراختیا او ودې لپاره دې لا زیاته هڅه وشي.
ډاکټران سپارښتنه کوي چې د زړه سوري ناروغي مخنیوي لپاره دې د نورو مواردو ترڅنګ، د امېدوارۍ پر مهال د خپلسرو درملو له کارولو، د زیږون ترمنځ مناسبې مودې نه مراعاتولو او له خپلوانو سره له واده کولو دې ډډه وشي.
نن د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده، د کابل ښار ځانګړې بڼه خپله کړې، ځینې کسان چې له خپلو خپلوانو او دوستانو سره خپه وو او اوس غواړي له یو بل سره پخلا شي له نورو هغو کسانو چې له یو بل سره اختلاف لري هم غواړي څو خپلې کینې پریږدي او له یو بل سره پخلا شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP