کابل (پژواک، ۲۳ سلواغه ۱۴۰۳): د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د پاکستان له زندانونو ۸۴ افغانان ازاد او هېواد ته راستانه شول.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن (سهشنبه) پر اېکسپاڼه لیکلي: «یوولس افغانې کډوالې کورنۍ چې ۴۴ کسان کېدل له ۴۰ نورو کسانو سره چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو، خوشې او د سلواغې په ۲۲مه هېواد ته راګرځېدلي دي.»
سرچینې د ننګرهار د تورخم بندر د سرحدي امریت له قوله لیکلي چې یادې افغانې کورنۍ او افغانان د قانوني اسنادو نه درلودلو له امله د پاکستان له بېلابېلو ښارونو نیول شوي او له دوو ورځو تر یوې میاشتې په حاجيکمپ کې بندیان و.
سرچینه لیکي چې خوشې شوي افغانان د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.