Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
په بجینګ کې د افغانستان سفارت وایي، د اقتصاد وزارت د سرپرست په مشرۍ د ا.ا یو پلاوی د ټرانس همالیا نړۍوال فورم څلورمه سرمشریزه کې د ګډون په موخه چې ته ورغلی دی.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال د نړۍ له ټولو هېوادونو سره پر مثبت تعامل د ټینګار ترڅنګ ویلي، د مثبت تعامل په پایله کې له نړۍ سره د ا.ا اړيکې مخ په پراخېدو دي.
د بهرنیو چارو وزارت وایي، د اسلامي امارت د مشرتابه له هدایت سره سم د ذبیحالله مجاهد په مشرۍ پلاوی د دوحې په راتلونکې ناسته کې ګډون کوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د هغو څرګندونو هرکلی وکړ چې د افغانستان له حکومت سره یې د لا ډېرو باثباته، دوامداره او حقیقي خبرو اترو ملاتړ کړی.
د روسيې بهرنيو چارو وزير ویلي چې د ټولیز امنيت تړون سازمان (CSTO) غړي هېوادونه له اسلامي امارت سره د معنالرونکو خبرو غوښتونکي دي.
د اسلامي امارت مشر په اختريز پيغام کې د ټولو حقونو ته پر ژمنیا او د پرمختګونو لپاره پر یوالي ټینګار کړی، له پانګوالو يې هېواد کې د پانګونې غوښتنه کړې، وايي ا.ا له نړۍ سره د شریعت په چوکاټ کې اړيکې غواړي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دغه هېواد د ممنوعه ډلو له لېسته د «طالبانو» د نوم ایستلو احتمال له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې له اسلامي امارت سره د اړیکو د اړتیا له مخې څېړل کېږي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي چې د اسلامي امارت استازي د تهران په ناسته کې ګډون نه دی او کومې ناستې چې د افغانستان په اړه جوړیږي، د نوو مکانیزمونو رامنځته کولو پر ځای دې پهکې له معمولي مکانیزمونو استفاده وشي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اسلامي امارت د ریاستالوزرا پر سیاسي مرستیال، دوو سرپرست وزیرانو او استخباراتو لوی ریاست پر سرپرست د سفر بندیزونه لرې کړي دي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ویلي، که اسلامي امارت په رسمیت وپېژندل شي، مسکو به د شانګهای همکاریو له سازمان سره د افغانستان د یوځای کېدو ملاتړ وکړي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د قزاقستان د هغه اقدام چې د ا.ا نوم یې د ترهګریزو ډلو له لېسته ایستلی هرکلی کړی او ویلي یې دي، دا پرېکړه د دوه اړخیزو اړیکو پر وړاندې د خنډونو لرې کېدو برخه کې مهم دی.
د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ویلي چې اسلامي امارت پر افغانستان بشپړ کنټرول لري او دغه موضوع د مسکو لپاره ډېره مهمه ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP