د اوبو او برېښنا وزارت په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې استازولۍ هغه راپور رد کړی چې په کې ویل شوي، په افغانستان کې ۳۳ میلیونه کسان د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي.
د هرات د ټولګټو رییس ترکمنستان کې د «سولې او باور» په نړۍوال کنفرانس کې ویلي، اسلامي امارت هڅه کوي، افغانستان د اوسپنۍ پټلۍ له لارې له سیمهيیزو هېوادونو، په ځانګړې توګه له ترکمنستان، ازبکستان، ایران او پاکستان سره ونښلوي.
د افغانستان د پوهنې وزارت سرپرست په سړو سیمو کې د نوي ښوونیز کال د پیل اعلان مراسمو کې د دیني او عصري علومو پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې یاد وزارت د ښوونځیو لپاره پر نوي نصاب کار کوي.
د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د اسیا ملتونو جام د مقدماتي سیالیو له پیل مخکې سبا (جمعه) د ټایلنډ له ملي لوبډلې سره دوستانه لوبه کوي.
د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۵ کال اسیا جام سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه سبا له متحده عربي اماراتو سره کوي.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره په لیدنه کې ویلي، د ټاپ پروژې د لارې نقشه د دغه وزارت له لوري وروستۍ شوې او ډېر ژر به له ترکمن لوري سره شریکه شي.
اروپايي ټولنه وايي چې د دې اتحادیې ۱۰۰ ټنه مرسته شوي درمل او طبي توکي تېره شپه کابل ته رسېدلي دي.
ازبېکستاني پلاوي د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې د افغانستان د کانونو د سروې، اکتشاف، استخراج، او د منرالونو د پروسس برخو کې د ګډ کار او دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
په افغانستان کې د یوه بل کال لپاره د یوناما د فعالیت له غځېدو سره هممهاله، د اسلامي امارت ویاند وايي چې دغه بنسټ باید د افغانستان، ملګرو ملتونو سازمان او نورو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا لپاره هڅه وکړي.
د افغانستان ښځينه خبریالانو بنسټ مشره وایي، د ښځینه خبریالانو «ستونزې» یې د حل په موخه له اسلامي امارت او نړۍوالو بنستونو سره شریکې کړې دي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، په تېره سلواغه میاشت کې د څه باندې ۱۴۴ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي چې د مرغومي میاشتې د صادراتو په نسبت ۱۸ میلیونه ډالر کموالی ښیي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، ازبېکستاني سوداګرو د دغه وزارت له مرستیال سره په لیدنه کې، په افغانستان کې د ودانیزو چارو او کان کېندنې برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.