د ځوانانو اسیا جام شلاوریزو سیالیو پایلوبه نن د افغانستان او سریلانکا د الف لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.
د بحرین او روسیې یو شمېر سوداګر او پانګهوالو د ریاستالوزراء له سیاسي مرستیال سره په ليدنه کې د افغانستان د کانونو د استخراج، د هوایي چلند امنیت خوندیتوب، مسلکي کادرونو روزنې او روغتیا برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
ایټالیایي رسنیو راپور ورکړی چې سبرینا اوګولیني د افغانستان لپاره د ایټالیا د نوې سفیرې په توګه ګومارل شوې او د قطر له پلازمېنې دوحې ښاره به فعالیت کوي.
د افغانستان لپاره د ایران سفیر او ځانګړی استازی وايي، که د افغانستان اقتصاد چې څو ښه کېږي، په هماغه اندازه د سیمې پر هېوادونو مثبت اغېز لرلای شي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي، د روان زېږدیز کال په تېرو نهو میاشتو کې له افغانستانه بهر ته د شاوخوا ۷۳۷ میلیون ډالرو په ارزښت کرنیز محصولات صادر شوي دي.
د ځوانانو اسیا جام سیالیو په لړ کې د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې (افغان ابدالیان) د هند سیالې لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د یادو سیالیو پایلوبې ته لار ومونده.
کابل کې د چین سفیر د ریاستالوزراء له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره لیدنه کې ویلي، هېواد یې پلان لري چې د تاجکستان له لارې له افغانستان سره نوی اقتصادي دهلیز پرانیزي او راتلونکې ډسمبر میاشت به چین ته د افغانستان پر صادراتو مالیه هم معاف شي.
د چاپېريالساتنې ملي ادارې عمومي مشر وايي، افغانستان د نورو پرمختللو او صنعتي هېوادونو د چاپېريالي ککړتیا ښکار شوی، له همدې امله نړۍواله ټولنه باید د اقلیم بدلون برخه کې له دغه هېواد سره مرسته وکړي.
د ځوانانو اسیا جام شلاووریزو سیالیو په لړ کې د افغانستان الف (افغان ابدالیان) لوبډله سبا د هند له الف لوبډلې سره نیمه پایلوبه ترسره کوي.
د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر کابل کې د ازبکستان هېواد له علماوو سره په لیدنه کې ویلي، د یاد هېواد د علماوو او چارواکو راتګ له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب، ګډو متقابلو ګټو د تعامل او همکاریو ښکارندویي کوي.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وایي، د لومړنیو اټکلونو او سروېګانو له مخې، افغانستان کولای شي نږدې ۳۱۸ ګیګاواټه برېښنا د نوېکېدونکې انرژۍ له سرچینو تولید کړي.
د افغانستان د والیبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا سیالیو په لړ کې نن د درېیم مقام ګټلو لپاره له ترکمنستان سره لوبه کوي.