Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست له خوا د دغه ولايت په سرهرود ولسوالۍ کې د ۲۰ میليون افغانيو په لګښت د اوبو رسولو دوه پروژې بشپړې شوې.
د اروزګان ولایت د خاص اروزګان ولسوالۍ ولسوال وايي، په دې ولسوالي کې د اوبو کمښت له امله اړ شوي چې د څښاک او اړتیا وړ نورې اوبه له سینده راوړي.
د کندوز د امام صاحب ولسوالۍ د شېرخان بندر ځيني اوسېدونکي وایي، په امو سیند کې په پرلهپسې ډول د اوبو کچې پورته کېدو له امله د دوی کرنیزې ځمکې او کورونه ویجاړ شوي دي.
هلمند کې مسوولین وايي، پرون د دغه ولایت د موسیکلا ولسوالۍ په لنډۍ ناوې سیمه کې د اوبو یوه بند جوړولو چارې پيل شوې.
د کندهار د ارغستان ولسوالۍ په منګچر سیمه کې د ډنمارک کډوالو شورا/ DRC له لوري د ۹۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د اوبو زېرمه کولو یو چیکډیم جوړ او پرانیستل شو.
د هریرود سیند فرعي حوزې مسوولین وایي، د سلما بند د اوبو کچې د تشخیص او همداراز د څارنې او ساتنې چارې د ۹،۲ میلیون افغانیو په ارزښت پیل شوې.
د ننګرهار د کرنې رياست وایي، د دغه ولايت په اچین او غني خېلو ولسواليو کې د ۱۰ ميليون او ۷۰۰ زره افغانيو په لګښت د اوبو رسولو درې پروژې بشپړې شوې دي.
د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې نن د بشري مرستو همغږۍ موسسې (OCHR) له خوا د څه باندې ۲۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د څښاک پاکو اوبو پنځو شبکو د جوړېدو کار پيل شو.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وایي، د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام په مالي ملاتړ يې د دغه ولايت په مومندرې ولسوالۍ کې د اوبو دوه کانالونه رغولي دي.
د کندوز ولایت د شېرخان بندر ښارګوټي اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته له نه لاسرسي شکايت کوي او زياتوي چې د امو سیند اوبه د واټرپمپونو او مرکب په وسیله راکاږي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن