Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
کندهار کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت صنعتي پارک اړوند د انځرو په سرای کې تېره ورځ اورلګېدلی چې له امله یې پنځوس میلیونه افغانۍ زیان اوښتی دی.
د کاپیسا ځایي مسوولین وایي، نن د دغه ولایت د ګلبهار نساجي فابریکې اړوند دوې ودانۍ د برېښنا د شارتۍ له امله سوځېدلي دي.
د کندهار امنیتي مسوولین وايي، پرون د دغه ولایت د مرکز په مربوطاتو کې د تیلو په یوه مارکېټ کې د اورلګېدنې له امله شاوخوا اته میلیون افغانۍ زیان اوښتی دی.
د بغلان امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د تېلو يو ټانکر چپه شوی او اور یې اخیستی چې له امله يې يو کس مړ او اووه نور ټپيان شوي دي.
د کابل امنیه قومانداني وايي، د کابل ښار یوولسمې امنیتي حوزې اړوند سيمه کې د تېلو یوه هټۍ کې اور لګېدلی چې له امله یې پنځه نورې هټۍ هم سوځېدلې دي.
. . .
د سوېلې امریکا په «اریکیپا» سیمه کې د سروزرو یوه کان کې د برېښنا شارټۍ له امله اور لګېدلی چې له امله یې لږ تر لږه ۲۷ کسان مړه شوي دي.
د پنجشېر د پوهنې ریاست مسوولین وایي، تېره شپه د برېښنا شارټۍ له امله د دغه ریاست د ودانۍ یوه برخه سوځېدلې چې درې نیم میلیون افغانۍ زیان یې اړولی دی.
د لغمان مرکز مهترلام اړوند په تبۍ کنج سیمه کې پرون په یوه کور کې د اورلګېدنې له امله یو ماشوم مړ شوی او مور يې ټپي شوې ده.
د نیمروز مرکز زرنج ښار په یوه مارکېټ کې د اورلګېدنې له امله ۱۲ دوکانونه سوځېدلي او له درې میلیون افغانیو ډېر مالي زیان اوښتی دی.
د هلمند مسوولین وايي، په سنګين ولسوالۍ کې د اور لګېدنې له امله خلکو ته ځاني او مالي زيان اوښتی ده.
په کابل کې د ژوندون راډیو ټلوېزیون په ودانۍ کې اورلګېدنې نه یوازې دغې رسنۍ ته دروند مالي زیان اړولی، بلکې د خپرونو د ځنډېدو لامل یې هم شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP