د ایران د بشري حقونو سازمان – چې مقر یې د ناروې په اسلو ښار کې دی – وايي، پرون ایران کې د دوو افغانانو په ګډون ۲۹ کسان اعدام شوي خو د ایران دولت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند وایي، تر اوسه شاوخوا څلور زره افغان بندیان له ایرانه افغانستان ته را لېږدول شوي او د ا.ا غوښتنه دا ده چې هلته په اعدام او نورو سزاګانو نور محکوم افغانان دې هم افغان حکومت ته وسپارل شي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په تېرو اوو ورځو کې له پاکستان او ایرانه ۱۷ زره او ۴۳۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP