Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ننګرهار ولایتي اداره وايي، د دغه ولایت مختلفو سیمو کې د سختې ږلۍ او باران له امله يو کس مړ شوی او سلګونه جريب فصلونه له منځه تللي دي.
د کندهار ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې د وروستیو ورښتونو، سېلابونو او توپاني بادونو له امله خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.
د ننګرهارحکومتي چارواکي وايي، د دغه ولايت په نهو ولسواليو کې د وروستيو ورښتونو له امله درېيو ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې او ګڼ کورونه هم نړېدلي دي.
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د نسبتاً سختې واورې او باران اورېدو اټکل کړی دی.
د غزني د سیندیزې فرعي حوزې مسؤولین وايي، په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې یې د شلو لویو چکډیمونو جوړولو چارې پیل کړې دي.
د کندهار چارواکو له خلکو غوښتنه کړې چې د یکشنبې په ورځ دې ټول کاروبارونه بند کړي او په لویه عیدګاه کې دې په استسقاء لمانځه کې ګډون وکړي.
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د واورې او باران اورېدو اټکل کړی دی.
د لیبیا حکومتي چارواکو ویلي، چې د تیرې اونۍ د سېلاب او توفان له امله د مړو شمېر څه باندې ۱۱ زرو کسانو ته رسېدلی او لس زره نور لا هم نادرکه دي.
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هېواد په شپږو ولایتونو کې د باران، تالندې، برېښنا او ناڅاپي سېلابونو راتلو له احتماله خبر ورکوي.
د هواپېژندنې ادارې په دوو راتلونکو ورځو کې د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې له تالندي، برېښنا او نسبتاً تېزو بادونو سره مل د اورښت او سېلابونو راوتو خبر ورکړی دی.
د هواپېژندنې اداره د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د تېز باران له اورېدو چې تالنده، برېښنا او سېلابونه به هم ولري، خبر ورکوي.
. . .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP