Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
سیمهییز مسوولین وايي چې په بامیان او دایکنډي کې د درنې وراورې ورېدو او سخت توپان له امله د دغو ولایتونو ځینې مواصلاتي لارې تړل شوې دي.
د بامیان یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د ځمکې لاندې اوبو د پام وړ کمښت اندېښمن کړي او وايي چې وچکالي او د اوبو کمښت کرنې ته زیان اړولی او د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی یې ستونزمن کړی دی.
د کانونو او پټرولیم وزارت له پنځو داخلي شرکتونو سره د څه باندې یو میلیارد او ۷۹۷ میلیون افغانیو په ارزښت د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د سرب او جستو کان د پنځو بلاکونو د استخراج، اکتشاف او پروسس تړونونه لاسلیک کړل.
د بامیان یو شمېر اوسېدونکي د دغه ولایت په روغتیایي مرکزونو کې د امکاناتو له کمښته او د تخصصي برخو له نشتوالي شکایت کوي او د دې ستونزو د حل غوښتنه کوي، خو مسوولین بیا په راتلونکي کې د روغتیايي خدماتو ښه کېدو خبره کوي.
بامیان کې د ښځو په ګډون د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکو په یوې اعتراضي غونډه کې د جرمونو د نړۍوالې محکمې له لوري د ا.ا د مشر او د قاضيالقضات د نیول کېدو وړاندیز ناعادلانه او د سیاسي او حقوقي اصولو خلاف ګڼل دی.
د بامیان سیمهییز مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د واورې له امله تړل شوې مواصلاتي لارې بېرته د ترافیکو پر مخ خلاصې شوې او دغه راز د بامیان – غور پر لویه لار بند پاتې لسګونه مسافر هم وژغورل شول.
ځایي سرچینې وایي چې د تېرې شپې سختې واورې له امله د غور – کابل او غور – هرات لویې لارې وتړل شوې.
بامیان کې ځايي مسوولین وايي چې له څنګلورو ولایتونو او ولسوالیو سره د دغه ولایت ډېرې مواصلاتي لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي.
د بامیان ولایت اوسېدونکې امنې اکبري چې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو تړل کېدو له امله له تحصیله پاتې شوې، د خیاطۍ یوې کارګاه په جوړولو په دغه ولایت کې لسګونو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
د بامیان ځایي مسوولین وایي چې د روان کال په ترڅ کې دغه ولایت کې لږ تر لږه ۶۹ بېلابېل کانونه کشف شوي دي.
بامیان کې سیمهییز مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د څه باندې ۱۳۲ زره امریکايي ډالرو په لګښت د نجونو یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د بامیان یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د ځنګلونو او څرځایونو پر تخریب چې مالداري یې زیانمنه کړې، اندېښه څرګندوي او له حکومته په دې برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP