Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د بامیان د مرکز اوسېدونکې ۳۵ کلنه نجیبه د میراث له حقه د ښځو پر محرومېدو نیوکه کوي او وايي، د پلار له مړینې وروسته یې وروڼه حاضر نه شول څو دې ته د میراث حق ورکړي.
د بامیان ځایي مسوولین وايي چې د دغه ولایت ځینې مواصلاتي لارې د واورې ښویېدو او سخت توپان له امله د لنډ وخت لپاره د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي.
د بامیان د مرکز یو شمېر اوسېدونکي په داسې حال کې له ناسمو دودونو او په ودونو او نورو مراسمو کې د لوړو لګښتونو له کېدو شکایت لري چې تازه د دغه ولایت قومي مشرانو په ټولنه کې د دغه کار مخنیوي او لوړو لګښتونو کمولو په اړه هوکړه کړې ده.
د بامیان ورزشي مسوولین وایي، د والیبال تورنمنټ چې د دغه ولایت په سیغان والسوالۍ کې د ۱۲ ټیمونو ترمنځ پیل شوی و د «قرونه» ټيم په اتلولۍ سره پای ته ورسېد.
بامیان کې ځایي مسوولین وايي، دغه ولایت ته غځېدلې لارې چې د واورې ورېدو له امله تړل شوې وې، بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوې.
د بامیان سیمهییز مسوولین خبر ورکوي چې د واورې او سخت توپان له امله دغه ولایت ته غځېدلې لارې د تګ راتګ پر مخ تړل شوې دي.
بامیان کې ورزشي مسوولین وایي، دغه ولایت کې د سلګونو ورزشکارانو په حضور کې د ملي او دودیزو لوبو سیالۍ پيل شوې نن د غوره لوبغاړو په معرفي کېدو سره پای ته ورسېدې.
ځايي مسوولین وايي، د بامیان او دایکنډي ټولې نښلوونکې لارې چې د سختو واورو او توپان له امله تړل شوې وې، د پاککارۍ چارې یې بشپړې او بېرته د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوې.
ځايي مسوولین وايي چې له تېرو دوو ورځو راهیسې د سختو واورو ورېدو او توپان له امله بامیان او دایکنډي ولایتونو ته غځېدلې ځینې لارې تړل شوې او د بېرته پرانیستلو لپاره یې هڅې روانې دي.
د بامیان ورزشي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د وزلوبې سیالۍ د یکاولنګ لومړي نمبر ولسوالۍ د چاپاندازانو په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د بامیان ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز او دوو ولسوالیو کې د اروپايي ټولنې له لوري د نږدې ۱.۵ میلیون یورو په ارزښت د سیمهییزو تولیداتو درې مرکزونه پرانیستل شول.
ځایي مسوولین وایي چې د بامیان او دایکنډي ټولې لارې چې له دوو ورځو راهیسې د سختو واورو او توپانونو له امله بندې شوې وې، بېرته د ترافیکو پرمخ خلاصې شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP