منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۴۹ غ.و
۱۳°صاف · ↑۱۶° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

بامیان

۲۳۲ راپورونه

راپورونه

د بامیان د ورس خلک: روغتیايي خدماتو ته د نه لاسرسي له امله ځیني وخت ناروغان په لاره کې ساه ورکوي

د بامیان د ورس ولسوالۍ ځیني اوسېدونکي معیاري روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي له امله اندېښنه څرګندوي او وايي، ځیني وخت ناروغان د روغتیايي مرکزونو لرې‌والي له امله په لاره کې ژوند له لاسه ورکوي.

بامیان کې یو شمېر موټرچلوونکي د بې‌کیفیته نفتي توکو وارداتو مخنیوي غوښتنه کوي

په بامیان کې یو شمېر موټرچلوونکي د تېلو له ټیټ کیفیته شکایت لري او وايي، اړوندې ادارې باید د بې‌کیفیته نفتي توکو وارداتو مخنیوی او په بازار کې د تېلو له ټانکونو او پرچون‌پلورنځیو څارنه وکړي.

غړي

بامیان کې ۲۰ ټنه اومان کشف او له منځه وړل شوي

د بامیان مسوولین وايي، د دغه ولایت په یکاولنګ نمبر یک ولسوالۍ کې ۲۰ ټنه اومان بوټي –چې د نشه‌يي توکو په تولید کې ترې کار اخیستل کېږي- کشف او له منځه وړل شوي دي.

غړي

بامیان کې وچکالي؛ ځیني کروندګر نه دي توانېدلي چې خپلې ځمکې وکري

د بامیان یو شمېر اوسېدونکي د اندېښنې په څرګندولو سره وایي، سږ کال په دغه ولایت کې د وچکالۍ له امله کروندګر نه دي توانېدلي چې په خپلو کرنیزو ځمکو کې څه وکري او مسوولین باید دې برخې ته پاملرنه وکړي.

د بامیان سمڅ‌مېشتي: له ډېرو لومړنیو ټولنیزو خدمتونو بې‌برخې یو

په بامیان کې ځيني سمڅ‌مېشتي په داسې حال کې لومړنیو ټولنیزو خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت کوي چې د دغه ولایت سیمه‌ییز مسوولین دوی ته د دایمي استوګنځي جوړولو او د ژوند ټولو اسانتیاوو برابرولو خبر ورکوي.

د بامیان ځیني اوسېدونکي د روغتیايي خدماتو له ټيټ کیفیته شکایت لري

د بامیان د پنجاب او ورس ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي د روغتیايي خدمتونو له ټيټ کیفیت او په کلینیکونو کې د درملو له کمښته شکایت کوي او وايي، د دغې ستونزې له امله په ځینو مواردو کې ناروغان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

غړي

بامیان کې یوه ځوان ځان‌وژنه کړې

د بامیان سیمه‌ییز مسوولین وايي، په دغه ولایت کې یوه ۱۸ کلن ځوان ځان زندۍ کړی او مړ شوی دی. د بامیان د امنیې قوماندانۍ ویاند محمدخواني رسا پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه…

غړي

بامیان کې د چرګ غوښې بیه ټيټه شوې ده

په بامیان ولایت کې د چرګ غوښې بیې لوړېد په اړه د خلکو شکایتونو په تړاو د پژواک راپور له خپرېدو وروسته، اوس د دغه ولایت ښاروالۍ له لوري د چرګ غوښې بیه کنټرول شوې ده.

نور راپورونه