منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۰۳ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

بامیان کې یوه ځوان ځان‌وژنه کړې

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۱۱ کتنې

بامیان (پژواک، ۵ غویی ۱۴۰۲): د بامیان سیمه‌ییز مسوولین وايي، په دغه ولایت کې یوه ۱۸ کلن ځوان ځان زندۍ کړی او مړ شوی دی.

د بامیان د امنیې قوماندانۍ ویاند محمدخواني رسا پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه ځوان علي‌احمد نومېده او د دغه ولایت د مرکز اړوند «فولادي درې» اوسېدونکی او د دولسم ټولګي زده‌کوونکی و.

هغه زیاته کړه چې علي‌احمد تېره شپه (د غويي ۴مه) هغه مهال ځان‌وژنه کړې چې پلار یې ایران ته د ده له تګ سره مخالفت وکړ.

رسا وویل، د امنیې قوماندانۍ د جنایي برخې مسوولین د لا زیاتو پلټنو لپاره سیمې ته تللي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه