ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بامیان ځیني اوسېدونکي د روغتیايي خدماتو له ټيټ کیفیته شکایت لري

د بامیان ځیني اوسېدونکي د روغتیايي خدماتو له ټيټ کیفیته شکایت لري

author avatar
2 May 2023 - 16:55
د بامیان ځیني اوسېدونکي د روغتیايي خدماتو له ټيټ کیفیته شکایت لري
author avatar
2 May 2023 - 16:55

بامیان (پژواک، ۱۲ غویی ۱۴۰۲): د بامیان د پنجاب او ورس ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي د روغتیايي خدمتونو له ټيټ کیفیت او په کلینیکونو کې د درملو له کمښته شکایت کوي او وايي، د دغې ستونزې له امله په ځینو مواردو کې ناروغان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د ورس ولسوالۍ د سرخ‌جوی کلي اوسېدونکی نادر وايي، د دغې سیمې په کلینیک کې د طبي تجهیزاتو نشتوالي او د درملو کموالي له امله خلک له ستونزو سره مخ دي او په دغه کلینیک کې د روغتیایي خدمتونوکیفیت ډېر ټيټ دی، کله چې ناروغان روغتیايي مرکز ته مراجعه کوي نو په کلینیک کې لومړني درمل هم نه پیدا کېږي.

د ورس ولسوالۍ بل اوسېدونکي محمد محمدي وویل چې په کلینیکونو کې د درملو نشتوالی یوه جدي ستونزه ده چې د دې ولسوالۍ خلک ورسره مخ دي.

هغه په یادې ولسوالۍ کې د پرله‌پسې وچکالیو او طبیعي ستونزو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وویل چې خلک د بېوزلۍ له امله نه شي کولی څو خپل ناروغان د ولایت مرکز او یا شخصي روغتونونو ته ولېږدوي.

د ورس ولسوالۍ دغه اوسېدونکي له پژواک اژانس سره په خبرو کې وویل: «په دې سیمه کې له یوه کلینیک پرته د ناروغانو درملنې لپاره بل هېڅ روغتیایي مرکز نشته، نو ډېر ناروغان همدغه کلینیک ته مراجعه کوي چې له بده‌مرغه سمه رسېدنه ورته نه کېږي.»

نوموړي له حکومت او اړوندو بنسټونو وغوښتل چې د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ښه‌والي او کلینیکونو ته در درمل رسونې برخو ته جدي پاملرنه او د خلکو ستونزې هوارې کړي.

د پنجاب ولسوالۍ قومي مشر علي‎شفق هم د کمزورو روغتیايي خدمتونو او د دې ولسوالۍ روغتیايي مرکز کې د درملو کموالي په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، دغه مرکز ته ورتلونکي ناروغان سمو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او د اړتیا وړ درمل په‌کې نشته.

د هغه په وینا، ډېر شمېر ناروغانو په ځانګړې توګه ماشومانو او امیدوارو ښځو د درملو د کمښت او روغتیایي مرکزونو ته د نه لاسرسي له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.

همداراز هغه د یادې ولسوالۍ په روغتیایي مرکز کې د متخصصو او مسلکي ډاکټرانو له نشتوالي شکایت لري او زیاته یې کړه، ډېری نرسان چې د یادې ولسوالۍ په کلینیکونو کې ګومارل شوي، له طبي پوهې او کافي تجربې څخه برخمن نه دي.

د دغه قومي مشر په وینا، دا موضوع د دې لامل شوې چې د ناروغانو درد تشخیص نه شي او بل ‌پلو په ناروغانو کې د ناروغیو د پیاوړتیا او بیا خپرېدو زمینه برابره شي.

همداراز هغه وویل، هغه درمل او امکانات چې کلینیکونو ته ورکول کېږي، د لس کاله مخکینۍ سروې پر اساس دي؛ اوس د نفوس ډېرېدو له امله په یادو مرکزونو کې شته درمل او روغتیايي خدمتونه بسنه نه کوي.

په ورته وخت کې، د بامیان ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر جعفر ذکي په دې اړه وویل چې روغتیايي خدمات د ولایت په کچه له ځنډ پرته او همداراز په ولسوالیو کې له کلینیکونو د روغتیايي خدماتو ښه‌والي په موخه منظمه څارنه او ارزونه دوام لري.

د هغه په وینا، د طرزالعمل پر اساس، د پنجاب او ورس ولسوالیو په ګډون د یاد ولایت په درېیو ولسوالیو کې یو – یو د ولسوالۍ کلینیک (DH) شته چې هر یو یې د جراح، عمومي داخله، اطفالو، ښځینه کارکوونکو، امبولانس او نور روغتیايي کارکوونکو په ګډون ۲۸ کسان پرسونل لري.

خو نوموړي په یاد مرکز کې د مسلکي او متخصصو ډاکټرانو نشتوالي او د درملو کمښت په تړاو د خلکو شکایت په ځواب کې وویل: «ممکن په ځینو وختونو لکه د ژمي په موسم کې دغه ولسوالۍ د مواصلاتي لارو خرابوالي، د خواره واره نفوس او غرني موقعیت له امله د درملو له کمښت سره مخ شي چې ډېر ژر د حل وړ دي.»

همداراز د بامیان د عامې روغتیا رییس ډاډ ورکړ چې د عامې روغتیا ریاست هڅه کوي څو د ازادې سیالۍ له لارې د روغتیایي کارکوونکو په ګومارنې او د پخوانیو کارکوونکو په روزلو سره د دغه ولایت په کچه د روغتیایي کارکوونکو مسلکيتوب او تخصص لوړ کړي.

Visits: 127

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.