ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بامیان د ورس خلک: روغتیايي خدماتو ته د نه لاسرسي له امله ځیني وخت ناروغان په لاره کې ساه ورکوي

د بامیان د ورس خلک: روغتیايي خدماتو ته د نه لاسرسي له امله ځیني وخت ناروغان په لاره کې ساه ورکوي

author avatar
22 Jul 2023 - 16:46
د بامیان د ورس خلک: روغتیايي خدماتو ته د نه لاسرسي له امله ځیني وخت ناروغان په لاره کې ساه ورکوي
author avatar
22 Jul 2023 - 16:46

بامیان (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۲): د بامیان د ورس ولسوالۍ ځیني اوسېدونکي معیاري روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي له امله اندېښنه څرګندوي او وايي، ځیني وخت ناروغان د روغتیايي مرکزونو لرې‌والي له امله په لاره کې ژوند له لاسه ورکوي.

د ورس ولسوالۍ د «سرخ‌ جوی» کلي اوسېدونکي نجیب‌الله پژواک اژانس ته وویل، په هغه سیمه کې چې دوی اوسیږي، روغتیايي مرکز ته د رسېدو لپاره باید څلور ساعته پلې مزل وکړي او د ځینو ناروغانو لېږد ډېر ستونزمن دی.

نوموړی زیاتوي، د ورس ولسوالۍ لرو سیمو خلک معیاري روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او د کلینیک لرې‌والی د دې لامل شوی څو یو شمېر ناروغان مرکز ته د لېږد پر مهال ژوند له لاسه ورکړي.

د ورس ولسوالۍ دغه اوسېدونکی وايي: «په تېر ژمي کې د معصومې په نوم یوې ۲۳ کلنې ناروغې له “دونه” کلي روغتیايي مرکز ته د لېږد پر مهال ژوند له لاسه ورکړ، د سیمې خلکو او د معصومې کورنۍ هڅه وکړه څو هغه په فلانکوچ کې کلینیک ته ورسوي، خو د روغتیايي مرکز د لرې‌والي او د لارې تړل کېدو له امله دوی و نه شو کولای ټوله لاره له واورو پاکه کړي چې له یوې شپې ورورسته یې د هغې جنازه کلي ته راوړه.»

په دغه ولسوالۍ کې د پراختیایي شورا رییس چمن‌علي حیدري زیاته کړه، ورس یوه پراخه او لرې پرته ولسوالۍ ده چې یو شمېر اوسېدونکي یې روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري.

د هغه په وینا، یوازې د دغه ولسوالۍ په «شیوقول» سیمه کې شاوخوا زر کورنۍ اوسېږي چې د ډېری کلیو خلک روغتیايي مرکز ته د تلو لپاره له شپږ ساعته ډېر پلی مزل کوي.

نوموړي زیاته کړه، د روغتیايي مرکزونو لرې‌والي خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي، یو شمېر ناروغان په ځانګړې توګه امېدواره مېرمنې د لارې اوږدوالي له امله نه شي کولای په روغتون کې زیږون وکړي او ځینې نورې بیا په دودیز ډول په خپلو کورونو کې د زیږون پر مهال ژوند له لاسه وکوي.

هغه له مسوولینو او اړوندو بنسټونو غواړي څو د دغه ولسوالۍ خلکو ته د معیاري روغتیايي خدماتو وړاندې کولو په برخه کې پاملرنه وکړي.

خو د بامیان عامې روغتیا رییس ډاکتر جعفر ذکي د ورس ولسوالۍ اوسېدونکو د ستونزو په تړاو وايي، د اوس لپاره لرو پرتو سیمو ته د روغتیایي مرکزو غځولو په برخه کې کومه بودجه او پلان نه لري.

هغه وايي، ټوله بودجه د بېړنیو روغتیايي خدمتونو او شته روغتیايي مرکزونو د اړتیاوړو پوره کولو په برخو کې لګول کیږي څو د خلکو روغتیايي ستونزې هوارې شي.

هغه زیاته کړه: «د بامیان په ورس ولسوالۍ کې یو د “ولسوالۍ روغتون” د جراح، د عمومي داخله ناروغیو او ماشومانو د ډاکتران، قابله‌ګانو او امبولانس چلوونکي په ګډون د ۲۳ کسانو تشکیل په درلودو سره خلکو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي.»

دغه‌راز، هغه د روغتیايي مرکزونو د کمښت په تړاو د خلکو شکایتونو په اړه وویل، د مواصلاتي لارو خرابوالی، د سیمې پراخوالی او په ځانګړي ډول د نفوس تیت او پرکوالی د دې لامل شوي څو د یادې ولسوالۍ یو شمېر خلک روغتیايي مرکزونو ته لاسرسی ونه لري.

د بامیان د عامې روغتیا رییس څرګنده کړه چې د خلکو اندېښنې به له مرکز او همکارو موسسو سره شریکې کړي څو د نوي روغتیايي مرکز په جوړېدو او یا لږ تر لږه په سیمه کې د ګرځنده روغتیايي ټیمونو په تنظیمولو سره د خلکو بېړنۍ ستونزې هوارې کړي.

Visits: 20

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.