د بامیان د ورس ولسوالۍ ځیني اوسېدونکي معیاري روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي له امله اندېښنه څرګندوي او وايي، ځیني وخت ناروغان د روغتیايي مرکزونو لرېوالي له امله په لاره کې ژوند له لاسه ورکوي.