ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بامیان سمڅ‌مېشتي: له ډېرو لومړنیو ټولنیزو خدمتونو بې‌برخې یو

د بامیان سمڅ‌مېشتي: له ډېرو لومړنیو ټولنیزو خدمتونو بې‌برخې یو

author avatar
10 May 2023 - 15:27
د بامیان سمڅ‌مېشتي: له ډېرو لومړنیو ټولنیزو خدمتونو بې‌برخې یو
author avatar
10 May 2023 - 15:27

بامیان  (پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۲): په بامیان کې ځيني سمڅ‌مېشتي په داسې حال کې لومړنیو ټولنیزو خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت کوي چې د دغه ولایت سیمه‌ییز مسوولین دوی ته د دایمي استوګنځي جوړولو او د ژوند ټولو اسانتیاوو برابرولو خبر ورکوي.

دغه سمڅ‌مېشتي وایي، د څښاک پاکې اوبه، برېښنا او تشنابونه چې د ژوند له لومړنیو اړتیاوو څخه ګڼل کېږي، هیڅ ډول لاسرسی ورته نه لري او له سیمه‌ییز حکومته غواړي څو د دوی لومړنیو ستونزو او اړتیاوو ته رسېدنه وکړي.

د بامیان یوه سمڅ‌مېشتي عزیز پژواک خبري اژانس ته وویل، دوی له ټولو بشري حقونو او ټولنیزو خدمتونو لرې پاتې او د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو څخه برخمن نه دي.

نوموړي زیاته کړه: «ډېری سمڅ‌مېشتي د تشنابونو نشتوالي له امله اړ دي چې د حاجت رفع کولو لپاره دښتو او سمڅو ته لاړ شي چې دا چاره د چاپېریال د ککړتیا او د ناروغیو خپرېدو په ځانګړي ډول په ماشونو کې د ناروغۍ لامل کېږي.»

د یادو سمڅ‌مېشتو له ‌ډلې ګل چهره وایي، ټول سمڅ‌مېشتې د خپلې اړتیا وړ اوبه له سینده راوړي چې صحي نه وي.

نوموړې وویل، د سیند اوبه ډېر کله ناپاکې وي او د روغتیا له پلوه د استفادې وړ نه دي، کله چې سمڅ‌مېشتي د مجبورۍ له مخې ترې استفاده کوي نو له ستونزو سره یې مخ کوي او د ډېرو ناروغیو لامل ګرځي.

هغې دغه‌راز بشري مرستو ته له نه لاسرسي هم شکایت وکړ او ویې ویل: «ډېرې ستونزې شته او اکثر مرستې چې د دولتي بنسټونو او خیریه سازمانونو له خوا وېشل کېږي، موږ ته نه رارسېږي؛ له مسوولینو او بنسټونو غواړو چې د سمڅ‌مېشتو ستونزو ته دې رسېدنه وکړي او دوی ته د کار زمینه او غوره ټولنیز خدمتونه برابر کړي.»

له بلې خوا، د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر محمد د ناپاکو اوبو له امله خپرېدونکو ناروغیو په اړه وایی، له ناپاکو استفاده د ډېرو ناروغیو لامل ګرځي، په ځانګړي ډول ماشومان یې له امله پر اسهالاتو اخته کېږي چې په ځینو مواردو کې د هغو د مړینې لامل هم کېږي.

د هغه په خبره، اسهال یوه له هغو ناروغیو څخه ده چې د ناپاکو اوبو څښلو له امله پیدا کېږي او بالاخره د کولمو د التهاب، د ګېډې سخت درد، زړه بدوالي او وینه لرونکي اسهال لامل ګرځي.

خو د بامیان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی یوه کارپوه حمزه یوسفي په دې اړه وویل، د بامیان د فرهنګي ماسټر پلان له مخې، د سمڅو ساحه له تاریخي او ساتل شوو ساحو څخه ده چې هیڅوک پکې د ژوند، کور او ودانیو جوړولو حق نه لري.

د هغه په خبره، په سمڅو کې اوسېدل د لرغونو سیمو د تخریب لامل شوی او دغو سیمو ته د اوبو لېږد او د اوبو رسونې شبکو جوړول جواز نه لري.

له بلې خوا، د بامیان د کډوالو او بیا راستنېدونکو رییس مولوي فضل‌عمر رحماني وایی، د سمڅ‌مېشتو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د اړوندو ادارو پلاوی ټاکل شوی و چې له ترسره شوې سروې وروسته ۱۴۴ سمڅ‌مېشتي کورنۍ د اړو او مستحقو خلکو په توګه وپېژندل شول.

د هغه په خبره، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د اړوندو ادارو په غوښتنه سمڅ‌مېشتو ته د یوه ښارګوټي په پرانیستلو سره دایمي کورونه جوړوي.

نوموړي زیاته کړه چې دغه ښارګوټی پر ۶۰ جریب ځمکه په پام کې نیول شوی چې هرې کورنۍ ته به د ۴۰۰۰ ډالرو په لګښت کور جوړ شي.

همداراز د بامیان د کډوالو چارو رییس ټینګار وکړ چې د دغو کورونو له جوړولو وروسته، په پام کې ده چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له خوا دوی ته ښوونځي، کلینیکونه او د ژوند ټولې اسانتیاوې برابرې شي.

Visits: 87

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.