منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۵۲ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

بامیان کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او پنځه نورو ټپیان شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۱۱ کتنې

بامیان (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۲): بامیان کې ځایي سرچینې وایي، په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او پنځه نور ټپيان شوي دي

د بامیان امنیې قوماندانۍ ویاند محمدخواني رسا پژواک خبري اژانس ته وویل، یاده ترافیکي پېښه پرون ماښام د یاد ولایت د شیبر ولسوالۍ اړوند د کابل – بامیان پر لاره شوې چې یو فورنر موټر له سړکه وتلی او چپه شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې دې پېښه کې یو کس مړ او پنځه نور کسان ټپیان شوي دي.

هغه وویل، د دې پېښې ټپیان د امنیتي ځواکونو له لوري د بامیان ولایت مرکزي روغتون ته لېږدول شوي چې د دوو روغتیایي حالت نازک ښودل شوی دی.

رسا زیاته کړه، لومړنۍ څېړنې ښيي چې دا پېښه په موټر کې د تخنیکي ستونزې له امله رامنځته شوې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې