بدخشان کې سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په خواهان ولسوالۍ کې د زرمینځلو یوې کارګاه لوېدو له امله یوه زرمینځونکي ژوند له لاسه ورکړی دی.
بدخشان کې سیمهییزې سرچینې ۸۲۳ اړمنو او زیانمنو کورنیو ته د نغدو پیسو او کمپلو د وېش خبر ورکوي.
د بدخشان یو شمېر اوسېدونکي د دغه ولایت د حلقوي سړک او د یو شمېر ولسوالیو مواصلاتي لارو له خرابوالي شکایت کوي او له حکومته غواړي چې د جوړولو لپاره یې اقدام وکړي.
بدخشان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د فیضاباد – کشم د لارې په اوږدو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون پنځه کسان ټپیان شوي دي.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د وړیا زدهکړو په مرکز کې پر زدهکړو بوخت یو شمېر ځوانان وایي چې دا ډول فرصتونه باید ډېر شي څو وکولای شي لازم مهارتونه زده کړي.
د افغانستان د لوړو زدهکړو وزارت وايي، د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم له مخې، د بدخشان پوهنتون لپاره د طب پوهنځی منظور شو.
بدخشان کې حکومتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په راغستان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه دیني عالم ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور کسان ټپیان شوي دي.
بدخشان کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په اتو ولسوالیو کې د څه باندې ۳۹ میلیون افغانیو په ارزښت د کرنیزو اوبو د مدیریت ۲۲ وړې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
بدخشان کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت د کوفاب ولسوالۍ د «غزون» او «دراج» سیمو اوسېدونکو ترمنځ درې کلنه دښمني د ځايي مسوولینو او قومي مخورو په منځګړيتوب پای ته ورسېده.
د بدخشان ولایت د کوفاب ولسوالۍ اوسېدونکو له حکومت سره په همکارۍ په دغه ولسوالۍ کې د ۱۵ کیلومتره په اوږدوالي یو نوی فرعي سړک جوړ کړی دی.
د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې ځايي خلک په خپل شخصي لګښت د برېښنا یو کوچنی بند جوړوي.
بدخشان کې امنیتي مسوولین وايي، دغه ولایت کې یې د کوکنارو د کښت په تړاو ۳۱ بزګران نیولي دي.