د بدخشان امنیتي سرچینې وایي چې د روان کال تېرو درېیو میاشتو کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ترافیکي پېښو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲۱ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د بدخشان مسوولین وايي چې د دغه ولایت په شهر بزرګ ولسوالۍ کې د خوارځواکۍ درملنې مرکز جوړ شو او د پرسونل او طبي تجهیزاتو په درلودو دې ته چمتو دی چې پر خوارځواکۍ اخته ماشومان ومني.
بدخشان کې د امو په نوم یوې سیمهییزې راډیو د ارشیف چت لوېدو له امله د راډیو یو شمېر تخنیکي تجهیزات او وسایل خراب شوي او له کاره لوېدلي دي.
بدخشان کې ځايي مسوولین وايي چې تېره شپه د دغه ولایت د مرکز په مربوطاتو کې د سخت باران او سېلاب راتلو له امله د یوې کورنۍ ۱۰ غړي مړه شوي دي.
بدخشان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې د غرښویېدنې له امله ۱۵ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او ۲۶ نور له ګواښ سره مخ دي، خو چا ته پهکې مرګژوبله نه ده اوښتې.
اووه چیني ګرځندویان چې د په زړهپورو ځایونو لیدو په موخه یې بدخشان ولایت ته سفر کړی، د مسوولینو او خلکو له چلند او د امنیت له ټینګښته خوښي څرګندوي.
بدخشان کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت د ارغنجخواه ولسوالۍ په مربوطاتو کې د سېلابونو راوتلو له امله د فیضاباد – بهارک لویه لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر بدخشان ته د سفر پر مهال په دغه ولایت کې د ساین یا ماتو هډوکو درملنې پروګرام پرانیسته کې ټینګار وکړ، هڅه دې وشي څو د دغه ولایت لرو پرتو سیمو ته معیاري روغتیايي خدمتونه ورسېږي.
د بدخشان ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په ارګو ولسوالۍ کې رامنځته شوې ستونزه په بشپړ ډول هواره شوې او د دغه ولایت مرکز او ولسوالیو د کوکنارو د اړولو عملیات په جدي ډول دوام لري.
د کورنیو چارو وزارت وايي، د بدخشان په پنځو ولسوالیو کې یې د څو بېلابېلو عملیاتو پر مهال ۲۶۲ جریب کوکنار اړولي دي.
د بدخشان په مرکز فیضاباد ښار کې د «عالیست، افغانیست» په نوم د سیمهییزو محصولاتو او لاسي صنایعو نندارتون جوړ شو.