فیضاباد (پژواک، ۲ غبرګولی ۱۴۰۳): بدخشان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په راغستان ولسوالۍ کې د غرښویېدنې له امله ۱۵ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او ۲۶ نور له ګواښ سره مخ دي، خو چا ته پهکې مرګژوبله نه ده اوښتې.
د بدخشان د راغستان ولسوال حیاتالله محسن پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولسوالۍ د روینج سیمې په خیفچ کلي کې د غره ښویېدو پېښه کې د ځايي خلکو ۱۵ کورونه په بشپړ ډول تخریب شوي دي.
هغه زیاته کړه چې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا ۸ بجې شوې چې مرګژوبله نه لري، خو مالي زیانونه یې اړولي دي.
د هغه په خبره، دغه کورونو د غره په شاوخوا کې وو او ځايي خلکو پر وخت خپل وسایل بلې سیمې ته لېږدولي خو ۲۶ نور کورونه هم د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي.
په همدې حال کې، په بدخشان کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست امر محمدکامګار دغه پېښه تاییدوي او وايي، د دې ادارې او موسسو ګډ پلاوی د پېښې څېړلو او مالي زیانونو معلومو په موخه سیمې ته تللی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP