فیضاباد (پژواک، ۱۹ غویی ۱۴۰۳): د بدخشان په مرکز فیضاباد ښار کې د «عالیست، افغانیست» په نوم د سیمهییزو محصولاتو او لاسي صنایعو نندارتون جوړ شو.

په دغه درې ورځني نندارتون کې چې د بدخشان د صنعت او سوداګرۍ ریاست له خوا جوړ شوی، په څه باندې ۶۰ غرفو کې د بدخشان او ګاونډو ولایتونو محصولات او لاسي صنایع نندارې ته اېښودل شوي دي.

د بدخشان مرستیال والي قاري امین الله طیب د یاد نندارتون پرانیستې پر مهال وویل: «موږ د بدخشان د صنعتکارانو له اقدامه ملاتړ کوو او غوښتنه ترې کوو چې خپل محصولات د هېواد او نړۍ بېلابېلو برخو ته صادر کړي، څو هېوادوال له بېوزلۍ راووځي او د نورو هېوادونو په څېر پر ځان بسیا شي.»

د بدخشان د صنعت او سوداګرۍ ریاست د سوداګرۍ امر عبدالباطن ظاهري وایي چې فیضاباد ښار کې د لاسي صنایعو نندارتون د درېیو ورځو لپاره په جلا ډول د ښځو او نارینهوو دواړو پر مخ پرانیستی وي چې په هغو کې ۶۰ متشبثینو خپل محصولات او لاسي صنایع په غرفو کې نندارې ته ايښي دي.

هغه وویل، دغه پروګرام په ملي او نړۍوالو مارکېټونو کې د لاسي صنایعو پېژندنې او ودې په موخه تر سره شوی، د صنعت او سوداګرۍ اداره به د هغو د پراخېدو په موخه هر اړخیزه هڅه وکړي.

بلخوا، د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس انجنیر ذبیحالله امیري دغه ولایت د بومي لاسي صنایعو برخه کې د هېواد له غني ولایتونو یاد کړ.

نوموړی وایي، د ورېښمو تانونو چمتو کول او له هغو د ویاړ جامو په توګه استفاده، نیمڅی اوبدنه، ټغر جوړول، جاکټاوبدنه او کلالي چې اوس هم د زیباک په یوه کلي کې جوړېږی، دا په خپله بدخشان کې د لاسي صنایعو مخینه ښيي، خو ملي او نړۍوال مارکېټ ته کم معرفي شوي چې باید ملي او نړۍوال نندارتونونو ته وړاندې کړای شي.

د بدخشان یو مسګر عبدالجبار وایي: «له ۲۷ کلونو راهیسې تر دمګړۍ د فیضاباد ښار په پل جوز سیمه کې بدخشاني اوسېدونکو ته د مسي لوښو په جوړولو بوخت یم، چایجوشې، ګوزې، پتنوس او داسې نور لوښي جوړوم، د دې ترڅنګ چې ښه عاید لرم، د مسګرۍ فرهنګ مې هم ژوندی ساتلی دی.»

بدخشان کې د غالۍ اوبدنې یوې کارخونې مالک ظاهر نوري د لاسي صنایعو ودې په موخه د مسوولینو د پاملرنې هرکلی کړی او وایي، د سیاسي بدلونونو په لومړیو کې د بدخشان په یوې ولسوالۍ کې یې یوه نمایندهګي درلوده خو اوس د فیضاباد ښار په ګډون درېیو ولسوالیو کې خپلې کارګاوې لري او هغو کې لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

هغه له خلکو غواړي چې د اقتصادي ودې په موخه له داخلي محصولاتو استفاده وکړي څو صنعتکاران پر ځان بسیا شي.