د بغلان یو شمېر اوسېدونکي وايي چې برېښنایي تذکره د منل شوو او باوري اسنادو له ډلې ده، خو ترلاسه کول يې څو میاشتې وخت اخلي.
د بغلان د کرنې ریاست وايي، سږ کال په دغه ولایت کې ۱۰۵ زره مټریک ټنه وریجې تولید شوې چې د تېر کال په پرتله پنځه سلنه زیاتوالی ښیي.
د بغلان د اطلاعات او فرهنګ ریاست د ګرځندوی امر وايي چې د ښکاریانو لخوا نیول شوي ۸۰ بېلا بېل ډوله مرغان یې بېرته خوشې کړي دي.
په بغلان کې د دغه ولایت، کندوز او فاریاب ولایتونو د ۳۸ ورزشکارانو ترمنځ د ازادې مبارزې (فري فایټ) سیالۍ ترسره شوې.
د کورني کرکټ څانګې له لوري بغلان کې د شپږ غوره لوبډلو ترمنځ پيل شوې لس اووریزې سیالۍ نن د «پښتون زلمي» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د بغلان اوسېدونکي وايي، په هېواد کې د ډالرو بیې له لوړوالي سره ډېر ژر د خوراکي توکو بیې هم لوړېږي، خو له ښکته کېدو سره يې بیا د خوراکي توکو نرخونه نه ټيټېږي.
د بغلان د پوهنې ریاست مسوولین وايي، یوه کس د دغه ولایت په فرنګ ولسوالۍ کې په خپل شخصي لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه کړه.
د بغلان په مرکز پلخمري کې د پنځو ولایتونو د ۲۴ لوبغاړو ترمنځ د کیکبوکسینګ سیالۍ ترسره شوې.
د بغلان امنیه قومانداني وايي چې ددغه ولایت په مرکز پلخمري ا و بورکې ولسوالۍ کې د دوو ترافیکي پېښو له امله ۱۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
بغلان کې د ورزش مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز پلخمري کې نن د ولایت په کچه د شپږو غوره لوبډلو ترمنځ ۱۰ اووریزې سیالۍ پيل شوې.
د بغلان امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي، نن د دغه ولایت په مرکز پلخمري کې ۱۲۳ کیلوګرامه تریاک او یوه اندازه نور نشهيي توکي کشف او ترلاسه شوي دي.
د بغلان ولایت په مرکز کې د وزلوبې دوه ورځنۍ سیالۍ پیل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP