د بغلان امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې یو کس وژل شوی او په تړاو یې یو تن نیول شوی دی.
د بغلان د کرنې رياست وايي، سږ کال په دغه ولايت کې د خټکیو او هندواڼو حاصلات ١٢١ زره مټريک ټنه تخمین شوي چې د تېر کال په پرتله لس سلنه زياتوالى ښيي.
د بغلان ولايت د دهنهغوري یو شمېر اوسېدونکي وايي، د نورو کلونو په پرتله سږکال په دې ولسوالۍ کې د څښاک اوبو ته د خلکو لاسرسی نور هم محدود شوی او له ستونزو سره مخ دي.
د بغلان کروندګر وايي چې سږ کال په دغه ولايت کې د روميانو د حاصلاتو کچه لوړه ده خو نرخونه يې ډېر ټيټ دي چې دوى يې له تاوان سره مخ کړي.
د بغلان امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې دوه کسان – چې ښځه او خاوند دي – وژل شوي او د قتل په تور یې څلور کسان نیولي دي.
د بغلان امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په شمالي سالنګ کې د يوه مازدا موټر چپه کېدو له امله دوه تنه مړه او څلور نور ټپيان شوي دي.
د بغلان امنیتي مسوولین وایي، ناپېژانده وسلهوالو د دغه ولایت په مرکز پلخمري کې یو بزګر وژلى دى.
د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۳۵ کلنه دښمني چې دواړو خواوو ته د شپږو کسانو وژل کېدو لامل شوې وه، پای ته ورسېده او روغه یې وکړه.
د بغلان امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت د مرکز پلخمري اړوند ډنډغوري سیمه کې یوه قومي مشر خپل زوی په ډزو وژلی دی.
پلخمري (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۲): د بغلان حکومتي مسوولین وايي، تر اوسه په دغه ولايت کې ۲۹۸ زره او ۳۰۱ جریب غصب شوې دولتي ځمکه
د بغلان امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د تېلو يو ټانکر چپه شوی او اور یې اخیستی چې له امله يې يو کس مړ او اووه نور ټپيان شوي دي.
د بغلان د کرنې رياست مسوولين وايي، سږ کال په دغه ولايت کې څه باندې ١٥٨ زره مټريک ټنه غنم توليد شوي چې د تېر کال په پرتله نږدې ١١ سلنه زياتوالى ښيي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP