حکومتي مسوولین وايي چې د افغانستان سېلابځپلو لپاره د ایران هېواد د خوراکي او غیرخوراکي مرستو یوه جوپه د بلخ مرکز مزارشریف ته رارسېدلې ده.
د بلخ امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت مرکز مزارشریف ښار کې یو څلور کلن ماشوم د انسانتښتوونکو له منګولو ژغورل شوی دی.
امنیتي مسوولین وايي چې په بلخ او غزني ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان وژل شوي دي.
د بلخ امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په چهارکنت ولسوالۍ کې د سېلابونو راوتلو له امله تر دې دمه یو کس مړ شوی او خلکو ته مالي زیانونه هم اوښتي دي.
د بلخ او غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو له لوري د کتاب او کتابلوستنې اونۍ په مناسبت د کتابونو نندارتونونه پرانیستل شول.
د بلخ امنیه قومانداني وایي چې ناپېژانده کسانو د دغه ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې یو سپینږیری د بېل په ګوزارونو وژلی دی.
د بلخ امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د مرکز مزارشریف او حیرتان بندري ښارګوټي پر لار د دوو موټرو د ټکر له امله درې کسان مړه شوي او یوه ماشومه ټپي ده.
د بلخ عامې روغتیا ریاست وایي چې تېر ۱۴۰۲ کال پر جلدي ناروغیو اخته څه باندې ۳۰ زره ناروغانو د مزارشریف حوزوي روغتون ته مراجعه کړې چې د ۱۴۰۱ کال په پرتله نږدې ۲۰ سلنه ډېروالی ښيی.
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د دغه ولایت په کوربتوب او ۱۵ ولایتونو د شاوخوا ۱۰۰ لوبغاړو ترمنځ د تکواندو سیالۍ پیل شوې.
د بلخ امنیه قومانداني وايي، تېره یوه اونۍ د کوکنارو اړولو کمپاين پر مهال د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې څه باندې اته سوه جریبه د کوکنارو کښت له منځه وړل شوی دی.
د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې د ښوونځي یوې زدهکوونکې د غالۍ اوبدلو کارګاه په جوړولو سره ۷۰ ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
د بلخ په چهارکنت ولسوالۍ د یوه خصوصي ښوونځي زدهکوونکو موټر چپه شوی چې له امله یې یو زدهکوونکی مړ شوی او پنځه تنه ټپیان شوي دي.