بلخ کې دوه وسلهوال غله وژل شوي
د بلخ مسوولین وایي، د دغه ولایت د مرکز مزارشریف ښار اوومې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یې دوه وسلهوال غله وژلي دي.
د بلخ مسوولین وایي، د دغه ولایت د مرکز مزارشریف ښار اوومې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یې دوه وسلهوال غله وژلي دي.
په بلخ ولایت کې شاوخوا ۸۰۰ صنعتي کارخونې او شرکتونه د ښځو له لوري مدیریت کېږي چې ورسره زرګونو نورو ښځو ته پکې د کار کولو فرصتونه برابر شوي دي.
د مزارشریف خدیجةالکبرا ښځینه مارکېټ هټۍوالې وایي چې د ملاتړ په موخه دې ښځې خپل د اړتيا وړ توکي له دوى څخه وپېري.
د بلخ ولایت د دهدادي ولسوالۍ په «کوډ برق» سیمه کې د ۱۱۹ میلیون افغانیو په لګښت ۵۰ بستریز روغتون جوړ او نن پرانيستل شو. د بلخ د عامې روغتیا رییس ډاکټر نجیبالله توانا وایي،…
د بلخ د مرکز مزارشریف په ابوعلي سینا بلخي حوزوي روغتون کې د ۵۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د عصبي ناروغیو او پښتورګو درملنې څانګې پرانيستل شوې. د بلخ ولایت مقام د رسنیو او…
د بلخ ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې د څه باندې ١٤١زره امریکایي ډالرو په لګښت د قلعهجنګي نجونو ښوونځي د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
د بلخ ځایي مسوولین وایي، د دغه ولایت ځانګړې امنیتي قطعې یو کس د انسانتښتوونکو له منګولو ژغورلی او په تړاو یې دوه کسان هم نیول شوي دي.
د بلخ ولایت په نهرشاهي ولسوالۍ د مولانا جلالالدین محمد بلخي ښارګوټي کې د کډوالو د بیا ځای پر ځای کولو بهیر پیل شو.
د بلخ د چهاربولک ولسوالۍ زدهکوونکي وايي چې ښوونځي يې ودانۍ نه لري او د ښوونکو له کمښت سره هم مخ دي.
د بلخ روغتيايي مسوولین وایي، په تېرو نږدې دوه میاشتو کې په دغه ولايت کې د کانګو ناروغۍ ۴۰ مثبتې پېښې ثبت شوې چې له ډلې يې دوه کسان مړه شوي دي.
د بلخ اوسېدونکي او فرهنګیان د مولانا جلالالدین بلخي د خانقاه او مدرسې د ویجاړېدو په اړه اندېښمن دي او له حکومته يې د بېرته رغولو غوښتنه کوي.
د بلخ د کډوالو چارو ریاست وایي، په دغه ولایت کې یې د کډوالو او داخلي بېځایه شوو کسانو د تصفیې، سرشمېرنې او د مستحقو بېوزلو د تثبیت بهیر پیل کړی دى.
د بلخ یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د مخابراتي شبکو د انټرنېټي خدمتونو له ټیټ کیفیته شکایت کوي او وایي، د انټرنېټ بیه لوړه ده خو کیفیټ یې ټیټ دی.
د بلخ مرکز مزارشریف کې د کرکټ د لسو لوبډلو ترمنځ د کلب لېول ۲۵ اووریزې سیالۍ پیل شوې چې ١٥ ورځې به دوام وکړي.
د بلخ په مرکز مزارشریف کې د یوه خیريه بنسټ له لوري د دوه سوه زره امریکایي ډالرو په لګښت د یوه ښوونځي ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د بلخ مرکز مزارشریف ښاروالۍ مسوولین وایي، په دغه ښار کې یې اته هغه نانوایيګانې تړلې دي چې د دوی له لایحې څخه یې سرغړونه کړې وه.
د بلخ امنیتي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې یې د ښځینه غلو هغه درې کسیزه ډله نیولې چې له یوه کوره یې د ۴۵ زره امریکایي ډالرو په ارزښت سره زر غلا کړي وو.
په بلخ کې د څه باندې شپږ ميليون افغانيو په لګښت د څښاک اوبو يوه شبکه جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه او په لوګر کې د څه باندې اووه ميليون افغانيو په لګښت د څښاک اوبو د يوې بلې شبکې جوړولو چارې پيل شوې.
د بلخ د شولګرې ولسوالۍ مسوولین وایي، د دوبي موسم په رارسېدو سره د دغې ولسوالۍ خواجه سکندر سیمې ته د سیلانیانو ورتګ ډېر شوی دی.
د بلخ ولایت موټرپلورونکي وایي، د خلکو ناسم اقتصادي وضعیت او ځينو نورو ستونزو له امله په دغه ولایت کې د موټرونو پېر او پلور کم شوی دى.
د بلخ امنیتي مسوولین وایي، په تېره یوه اونۍ کې یې لس کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي دي.
د لوړو زدهکړو وزارت پرېکړې له مخې، د بلخ پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې د ترکي ژبې څانګه پرانیستل شوه.
د بلخ د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په حوزوي روغتون کې د تېرې یوې اونۍ په اوږدو کې د کانګو ناروغۍ ۱۰ مثبتې پېښې ثبت شوې چې له امله یې دوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دى.
د بلخ مرکز مزارشریف د خدیجهالکبرا ښځینه مارکېټ په ۳۲۰ هټیو کې ۹۰۰ ښځې پر کار بوختې دي او تر ډېره هېوادني تولیدات پلوري.