ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ موټرپلورونکي: د موټرو پېر او پلور په بې‌ساري ډول کم شوی

د بلخ موټرپلورونکي: د موټرو پېر او پلور په بې‌ساري ډول کم شوی

author avatar
1 Jun 2023 - 12:12
د بلخ موټرپلورونکي: د موټرو پېر او پلور په بې‌ساري ډول کم شوی
author avatar
1 Jun 2023 - 12:12

مزارشریف (پژواک، ۱۱ غبرګولی ۱۴۰۲): د بلخ ولایت موټرپلورونکي وایي، د خلکو ناسم اقتصادي وضعیت او ځينو نورو ستونزو له امله په دغه ولایت کې د موټرونو پېر او پلور کم شوی دى.

په دې اړه په مزارشریف کې يوه موټرپلورونکي فخرالدین ثمري پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دې وروستيو کې د خلکو اقتصادي وضعيت ښه نه دى، او نه شي کولى چې موټر وپېري.

هغه وايي، مخکې به یې په اونۍ کې له پنځو تر لسو پورې موټرونه پلورل خو اوس په میاشت کې یو هم نه شي پلورلى.

ثمري دغه‌راز زیاتوي چې پخوا به له دوی څخه حکومت یو سلنه مالیه اخیسته، خو اوس له پېرېدونکي او پلورونکي دواړو څخه ماليه اخستل کېږي چې ورسره خلک د موټرونو پېر او پلور ته زړه نه ښه کوي.

همداراز په مزارشریف کې یو بل موټرپلورونکی محمدعمر هم شکایت کوي چې د خلکو اقتصادي ستونزو له امله په هېواد کې د موټرو پېر او پلور کم شوى دى.

نوموړی وایي، دوه کاله وړاندې يې په اونۍ کې له شپږ تر اتو پورې موټرونه پلورل خو اوس په اونۍ کې يو هم نه شي خرڅولى.

عمر زیاتوي، پر مالیاتو سربېره دوی د موټرونو د هغه تم‌ځای (بارګین) کرایه هم ورکوي چې د خرڅلاو لپاره یې پکې درولي چې له امله يې نه شي کولى خپل ورځني لګښتونه هم پوره کړي.

يو بل موټرپلورونکى سهراب هم ورته څرګندونې کوي او وایي، له تېرو دوو کلونو راهيسې د بېلابېلو ستونزو له مله د موټرونو په پېر او پلور کې د پام وړ کموالى راغلى دى.

په همدې حال، په بلخ کې د موټر پلورونکو اتحاديې رییس شریف‌الله عزیزي هم مني چې په دغه ولایت کې د تېرو دوو کلونو په پرتله د موټرونو پېر او پلور ډېر کم شوى چې ورسره د موټرونو بیې هم لوېدلې دي.

هغه زیاتوي، خلک د موټر پېرلو توان نه لري او اوس یوازې د پاکستان لاس موټرونو بازار ځکه څه نا څه ښه دی چې بیې یې ټیټې دي.

عزیزي د حکومت له خوا د مالیاتو راټولولو څرنګوالي په اړه د پژواک اژانس د پوښتنې په ځواب کې وويل، په تېرو کلونو کې مستوفیت دوی ته د معاملاتو د ثبت کتابونه ورکړي وو او د همدغه کتابونو له مخې یې ترې مالیه اخیسته، خو اوس يو فيصد نوره ماليه هم ترې اخلي.

خو د بلخ مستوفي عصمت‌الله سلیمي بیا وایي چې د مالیاتو په راټولولو کې هېڅ ډول تغییر نه دی راغلی او اوس هم له موټر پلورونکو یو سلنه مالیه اخیستل کېږي.

هغه وايي، پخوا موټرپلورونکو د مالياتو په ورکولو کې غفلت کاوه خو اوس يې متوجه کړي چې په خپل وخت مالیات تحویل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د سرپرست حکومت چارواکو ویلي وو چې د بې‌کارۍ کمولو او کارموندنې په موخه د لنډمهال او منځ‌مهالو طرحو پر جوړولو کار کوي او د سکټوري وزارتونو او اړوندو ادارو له متخصصينو سره په همغږۍ د کارموندنې ملي پاليسي جوړوي څو د خلکو اقتصادي وضعيت ښه شي.

Visits: 83

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.