د بلخ په دهدادي ولسوالۍ کې له پاکستانه په زور د را ایستل شوو کډوالو کورنیو ماشومان په ښوونځي کې شامل او زدهکړې یې پيل کړې.
د بلخ کروندګر او سوداګر په دغه ولایت کې د انجې بوټو او شیرې بیې بېساري ټیټېدو اندېښمن کړي او له حکومته غواړي چې د بازارموندنې برخه کې مرسته ورسره وکړي.
د هېواد شمال زون کې د الفتح ۲۰۹ قولاردو مسوولین وایي چې د دوی فني او مسلکي انجنيرانو ۹۰ بېلابېل نظامي وسايط ترمیم او بېرته فعاله کړي دي.
د بلخ امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت د مرکز مزارشریف ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یې د وسلهوالو غلاوو په تور یوه نهه کسیزه ډله نیولې ده.
د افغانستان بانک وایي، بلخ ولایت کې یې ۹۷۲ میلیونه او ۷۹۹ زره افغانیو زاړه او له کاره لوېدلي بانکنوټونه سوځولي دي.
د بلخ امنیه قوماندانۍ وایي، د دغه ولایت مرکز مزارشریف ښار کې یې دوه کسان له لسګونه بوتل شرابو او سلګونه «کا» ټابلېټونو سره یو ځای نیولي دي.
بلخ کې یو شمېر سوداګر وايي، حیرتان بندر کې په صادراتي توکو په جبري ډول دوا پاشل کېږي چې له امله یې د دوی کارونه له خنډ او ځنډ سره مخ کېږي خو بلخوا مسوولین بیا د سوداګرو د ستونزو د حل ډاډ ورکوي.
په بلخ ولایت کې د یوه نوي صنعتي پارک د جوړولو چارې پیل شوې، چې د سوداګریزو مرکزونو ترڅنګ به فابریکې هم پکې جوړیږي.
د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۰ میلیون افغانیو په لګښت د روضې د یوې برخې د بیارغولو چارې پیل شوې.
د بلخ پوهنتون له ۱۶ پوهنځیو ۱۵۰۰ محصلین فارغ شول او دغه نوي فارغین له حکومته غواړي چې کاري فرصتونه ورته برابر کړي.
بلخ کې د ۲۲۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت د ښځو اړوند ۱۵ بېلابېلو کارخونو ته د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ شو.
حکومتي چارواکي وایي چې د بلخ د تختهپل اوبو رسولو پروژې ځنډیدلې چارې بېرته پیل شوې او تمه ده چې ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.