ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې سوداګر: پر صادراتي توکو دې دواپاشي اختیاري شي

بلخ کې سوداګر: پر صادراتي توکو دې دواپاشي اختیاري شي

author avatar
26 Nov 2023 - 15:40
بلخ کې سوداګر: پر صادراتي توکو دې دواپاشي اختیاري شي
author avatar
26 Nov 2023 - 15:40

مزارشریف (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۲): بلخ کې یو شمېر سوداګر وايي، حیرتان بندر کې په صادراتي توکو په جبري ډول دوا پاشل کېږي چې له امله یې د دوی کارونه له خنډ او ځنډ سره مخ کېږي خو بلخوا مسوولین بیا د سوداګرو د ستونزو د حل ډاډ ورکوي.

سوداګر دغه راز زیاتوي چې ډېری متقاضي هېوادونه پر توکو له دوا پاشلو سره مخالف دي او له مسوولینو غوښتنه کوي چې دغه کار اختیاري کړي.

د بلخ حیرتان بندر کې له تېر شاوخوا یو کال راهیسې یوه خصوصي شرکت د کرنې له وزارت سره په همغږۍ پر یو موټر صادراتي توکو د ۱۶ زره افغانیو بدل کې دوا پاشي.

بلخ کې یوه سوداګر ذبیح‌الله کهمردي پژواک خبري اژانس ته وویل چې فوموګېشن یا په صادراتي توکو دواپاشي په ډېرو ولایتونو کې نشته او د حکومت رهبري هم دغه برخه له منځه وړې خو حیرتان بندر کې لا هم جبري تطبیقېږي.

کهمردي زیاته کړه چې پر هر صادریدونکي موټر د ۱۶ زره افغانیو بدل کې دوا پاشل کېږي چې له یوې خوا یې بیه لوړه ده او بلخوا هر موټر ۲۴ ساعته درول کېږي.

هغه دغه راز وایي چې ځیني توکي لکه تازه مېوې او سبزي ژر خرابېږي او که ۲۴ ساعته یوازې د دواپاشۍ لپاره ودرول شي، له منځه ځي.

یو بل سوداګر قلندر رحیمي هم وایي، فوموګېشن یا دواپاشي د سرپرست حکومت مشرتابه په ټولو بندرونو کې اختیاري ګرځولې خو د حیرتان بندر ترڅنګ په ځینو ګمرکونو کې جبري ترسره کېږي.

رحیمي وایي، ځیني هېوادونه هم پر توکو، په ځانګړي توګه خوراکي توکو له دواپاشۍ سره مخالفت کوي او دا چاره باید اختیاري وګرځول شي.

یو بل سوداګر اخترګل بیا په ګمرکونو کې د توکو د محصول له اوږدې پروسې شکایت کوي.

هغه وایي: «پخوا د اورګاډي یو واګون توکي پر دوو موټرو وېشل کېدل، اوس پر درې موټرو وېشل کېږي چې د درې موټرو محصولولو پروسه ډېر وخت نیسي او موږ اړ یو خپلو پېریدونکو ته پر ټاکلي وخت مالونه وسپارو.»

په همدې حال د بلخ سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس اسدالله اسدي وایي چې د سوداګرو دغه ستونزې یې د ګمرک له رییس او نورو مسوولینو سره شریکې کړې او تمه ده ژر حل شي.

بلخوا د بلخ د ګمرک رییس محمد عبدالله بلال سوداګرو ته د هغوی د ستونزو حل برخه کې د ملاتړ ډاډ ورکوي.

هغه وایي چې سوداګرو ته یې د اسانتیاوو رامنځته کېدو په موخه د دغه ولایت له سوداګرو سره ګډه ناسته ترسره کړې او هڅه کوي څو یې ستونزو ته د حل لارې پیدا کړي.

د بلخ ګمرک ریاست د شمېرو له مخې، د روان کال له پیله تر دې دمه د څه باندې ۳ میلیارده افغانیو په ارزښت له حیرتان بندره بېلابېلو هېوادونو ته توکي صادر شوي دي.

Visits: 171

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.