بلخ کې مسوولین وایي، د دغه ولایت په بلخ ولسوالۍ کې له یوه چینایي سیلاني مبایل غلا شوی و خو له دوو ساعتونو وروسته بېرته پیدا او ورسپارل شوی او د غلا په تور یې دوه کسان نيول شوي دي.
. . .
امنیتي مسوولین وایي چې د بلخ په مرکز مزارشریف ښار او یو شمېر ولسوالیو کې ۷۰ میله بېلابېل ډول وسلې کشف او ترلاسه شوې دي.
د بلخ يو شمېر اوسېدونکي وايي، د خواجه ابونصر پارسا تاریخي جومات ځينې برخې د تېرو جګړو پر مهال ويجاړې شوې دي چي حکومت يې بايد ورغوي.
د بلخ د کار او ټولنيزو چارو رياست وايي، په دغه ولايت کې څه باندې ۱۶ زره ماشومان د سړک غاړه ته او نورو ځایونو کې پر سختو او درنو کارونو بوخت دي.
د بلخ امنيه قومانداني وايي، د دغه ولايت په چاهي ولسوالۍ کې يوه کس ځانوژنه کړې ده.
د بلخ مسوولین وایي، د دغه ولایت د مرکز مزارشریف ښار اوومې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یې دوه وسلهوال غله وژلي دي.
په بلخ ولایت کې شاوخوا ۸۰۰ صنعتي کارخونې او شرکتونه د ښځو له لوري مدیریت کېږي چې ورسره زرګونو نورو ښځو ته پکې د کار کولو فرصتونه برابر شوي دي.
د مزارشریف خدیجةالکبرا ښځینه مارکېټ هټۍوالې وایي چې د ملاتړ په موخه دې ښځې خپل د اړتيا وړ توکي له دوى څخه وپېري.
مزارشریف (پژواک، ۲ چنګاښ ۱۴۰۲): د بلخ د مرکز مزارشریف په ابوعلي سینا بلخي حوزوي روغتون کې د ۵۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د