ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ اوسېدونکي: حکومت دې د خواجه ابونصر پارسا جومات ورغوي

د بلخ اوسېدونکي: حکومت دې د خواجه ابونصر پارسا جومات ورغوي

author avatar
12 Jul 2023 - 16:44
د بلخ اوسېدونکي: حکومت دې د خواجه ابونصر پارسا جومات ورغوي
author avatar
12 Jul 2023 - 16:44

مزارشریف (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۲): د بلخ يو شمېر اوسېدونکي وايي، د خواجه ابونصر پارسا تاریخي جومات ځينې برخې د تېرو جګړو پر مهال ويجاړې شوې دي چي حکومت يې بايد ورغوي.

خواجه ابونصر پارسا جومات چې د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې موقعیت لري، شاوخوا ۵۸۰ کاله مخکې د تیموریانو واکمنۍ پر مهال جوړ شوی دی.

د خواجه ابونصر پارسا جومات خادم عبدالطیف وایي، دغه جومات ۵۸۰ کاله مخکې د تیموریانو واکمنۍ پر مهال او د خواجه ابونصر پارسا له مړینې دوه کاله وروسته د میر فرید له خوا جوړ شوی دى.

هغه زیاتوي، د دغه جومات ځینې برخې شاوخوا دوه کاله مخکې د بلخ ولسوالۍ امنیې قوماندانۍ دننه د یوې زورورې چاودنې له امله ویجاړې شوې دي.

عبدالطیف دغه راز وایي، د دغه جومات ځینې برخې اوس هم د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي او له سرپرست حکومته یې د بېرته رغولو غوښتنه کوي.

د بلخ ولسوالۍ بل اوسېدونکى محمدکریم وایي، یاد جومات د دې ولسوالۍ په کچه تر ټولو لوی جومات دی چې هر کال زرګونه کورني او بهرني سیلانیان یې لیدو ته ورځي.

ګل‌خان د دې ولسوالۍ بل اوسېدونکی هم وایي، دغه جومات تاریخي او فرهنګي ارزښت لري چې دا مهال يې ډېرې برخې ويجاړې شوې دي، بايد حکومت يې بېرته ورغوي.

په ورته وخت کې د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور پخوانی رییس صالح‌محمد خلیق وایي، د خواجه ابونصر پارسا جومات په هغې سیمه کې جوړ شوی چې له جوړېدو مخکې یې په دې سيمه کې خواجه ابونصر پارسا ته منسوبې یوې خانقاه شتون درلود.

هغه زیاتوي، په دې سیمه د یاد جومات سربېره د خواجه ابونصر پارسا زیارت ترڅنګ د بلخ ولایت ګڼو نورو مشاهیرو زیارتونه هم شته چې د دغه جومات ارزښت یې لا ډېر کړی دی.

بل لور ته د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د هنر او فرهنګ مدیر ذبیح‌الله اریایي وایي، د خواجه ابونصر پارسا جومات د دغه ولایت یوه له مهمو تاریخي ابدو څخه ده چې په تېرو کلونو کې د اطلاعات او فرهنګ وزارت او د اغا خان فرهنګي بنسټ له لوري ترمیم شوې وه.

هغه زیاتوي، د يادې ابدې د ویجاړو شوو برخو د بیارغولو په اړه له اړوند وزارت سره خبرې شوې او هيله‌من دى چې په اړه يې اقدام وشي.

د يادونې ده، د خواجه ابونصر پارسا پر جومات سربېره په هېواد کې ګڼ نور تاريخي ځایونه او ابدې هم د ويجاړېدو له ګواښ سره مخ دي او خلک يې د بيارغولو غوښتنه کوي.

Views: 23

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.