Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر په کابل کې د ترکیې له سفیر سره په لیدنه کې پر دوه اړخیزې سوادګرۍ او افغان سوداګرو ته د ویزو ورکولو برخه کې د لازمو اسانتیاوو پر برابرولو خبرې کړې دي.
د راپورونو له مخې، د ترکیې پارلمان له ۲۰ میاشتني ځنډ وروسته په ناټو کې د سویډن د غړیتوب وړاندیز تصویب کړی دی.
په افغانستان کې د ترکيې د پوهنې بنسټ رییس د هرات له والي سره لیدنه کې ويلي چې هېواد يې په افغانستان کې د افغان – ترک ښوونځيو له لارې عصري زدهکړو ته د پراختيا په هڅه کې دی.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په پام کې ده يو حکومتي پلاوی د افغان کډوالو ستونزو د حل په موخه ترکیې ته سفر وکړي.
د راپورونو له مخې، د ترکیې کورنیو چارو وزارت او پارلمان سره نږدې چاودنه شوې چې له امله یې د دغه هېواد دوه پولیس افسران ټپیان شوي دي.
د راپورنو له مخې، د ترکیې امنیتي ځواکونو د دغه هېواد په چناققلعه ولایت کې ۳۷ افغان کډوال نیولي دي.
د ریاستالوزرا اداري مرستیال په افغانستان کې د ترکیې له سفیر سره د مخه ښې په لیدنه کې ویلي، ترکیه دې د افغان کډوالو په مسایلو کې لازمه همکاري وکړي او افغان سوداګرو ته دې د ویزو په ورکړه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.
ترکي رسنیو راپور ورکړی، د دغه هېواد پولیسو ۵۵ افغانان چې غوښتل یې له دغه هېواده نورو هېوادونو ته ولاړ شي، نیولي دي.
په افغانستان کې له سياسي تحول وروسته د لومړي ځل لپاره له بلخ ولایت څخه ترکیې هېواد ته الوتنې پیل شوې.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې ګڼ شمېر افغانان یې بېرته خپل هېواد ته لېږلي او دغه لړۍ لا هم دوام لري.
د ترکیې ولسمشریزې ټاکنې نن په داسې حال کې پیل شوې چې رجب طیب اردوغان او د هغه اصلي سیال کمال قلیچدار اوغلو د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال یو بل له روسیې او امریکا سره پر اړیکو لرلو تورن کړي دي.
ترکیې هغه ۲۲۷ افغان کډوال بېرته افغانستان ته رالېږلي چې په ناقانونه ډول دغه هېواد ته ورغلي وو.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن