Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
په کابل کې د جاپان سفیر د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې غواړي له اسلامي امارت سره مثبتې اړیکې ولري.
د کړکېچ نړۍواله ډله وایي، د سیمې هېوادونه له کابل سره د امنیت او سوداګرۍ برخو کې د تعامل په لټه کې دي او لوېدیځ هېوادونه باید د دې ارزښتناکې هڅې مخه ونه نیسي.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر د افغانستان په چارو کې د مالیزیا له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي، د هېواد دروازې د هر ډول مثبت تعامل لپاره د ټولو پر مخ خلاصې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، ملګري ملتونه او نړۍواله ټولنه دې د اقتصادي بنديزونو، د افغانستان بانک کنګل شوې شتمنۍ او نورو هغو حادو مسایلو پر حل تمرکز وکړي چې د افغانستان د پر ځان بسیاینې لامل کېږي.
کابل کې د جاپان سفیر د افغانستان د لوړو زدهکړو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې د افغانستان او نړۍ ترمنځ د تعامل رامنځته کولو لپاره هڅه کوي.
په کابل کې د جاپان مخکني سفیر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست سره په ليدنه کې ویلي، د دې وخت رارسېدلې چې نړۍ او افغانستان نور یوه تعامل ته ورسېږي او جاپان په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.
هالند کې د افغانستان سفارت وايي، دوی د هېوادوالو د ستونزو حل او د قونسلي خدمتونو په وړاندې کولو کې د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو له وزارت سره په تعامل کې دي.
. . .
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ د یوناما له مشرې او د یو شمېر هېوادونو له استازو سره له افغانان سره پر تعامل او اقتصادي همکاریو خبرې کړې دي.
د پاکستان د موقت حکومت د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان له اوسني حکومت سره پر مستقیم تعامل ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دغه لار کېدای شي د بل هر اقدام په پرتله ګټوره تمامه شي.
په کابل کې د علماوو او قومي مشرانو غونډې ګډونوالو ویلي، ا.ا دې له نړۍ سره په تعامل کې د اسلامي شریعت، خپلواکۍ او عصر له غوښتنو سره سم له لازمې تګلارې کار واخلي او نړۍ دې هم مسوولانه چلند وکړي څو د دواړو لورو ترمنځ بشپړ رسمي تعامل ته زمينه برابره شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن