Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست په افغانستان کې د جاپان له مخکني او نوي سفیرانو سره په لیدنه کې ویلي، دغه هېواد کولی شي د افغانستان په بیارغونه کې رغنده رول ولوبوي.
کابل کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست وزیر سره د مخه ښې لیدنه وکړه او تاکویوشي کورمایا یې ځایناستی شو.
د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي، جاپان په افغانستان کې د ۱۶۵ لومړنیو ښوونځيو د جوړولو او بیارغونې لپاره ۲۵ میلیون ډالره مرسته کوي.
د جاپان ځانګړي استازي په تحصيلي ډګر کې له افغانستان سره د مرستو د ژمنو ترڅنګ، د لوړو زدهکړو وزارت له سرپرست څخه د ښځو د زدهکړو په اړه معلومات غوښتي دي.
په کابل کې د جاپان سفیر وایي، دوی به په افغانستان کې پاتې کېږي او له دغه هېواده به خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.
په افغانستان کې د جاپان سفیر کندهار ته د سفر پر مهال پرون د دغه ولایت له مسوولینو او ملي سوداګرو سره په لیدنه کې ويلي، هېواد يې له افغانستان سره د مرستو څو برابره ډېرولو ته ژمن دی.
د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، جاپان په افغانستان کې د ساري ناروغیو مخنیوي لپاره له دغه سازمان سره د یو میلیون ډالرو مرسته اعلان کړه.
په کابل کې د جاپان سفارت اعلان کړی چې میندو او ماشومانو ته د اړینو واکسینونو برابرولو لپاره یې له افغانستان سره ۱۸ میلیون ډالر مرسته کړې ده.
جاپان په داسې حال کې افغانستان کې د خوړو له نړۍوال پروګرام (ډبلیواېفپي) سره پنځه میلیون امریکایي ډالر مرسته کړې چې دغه اداره د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره ۸۰۰ میلیون امریکایي ډالرو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) له افغانستان سره د جاپان د څه باندې ۲۱ میلیون ډالر مرستې خبر ورکړی دی.
د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست د جاپان له سفیر وغوښتل چې د هېواد تحصیلي بنسټونو او روغتونونو ته د ودانیو جوړولو ترڅنګ مسلکي استادان هم وروزي او افغان ځوانانو ته د بورسونو د ورکړې په برخه کې همکاري ډېره کړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي، جاپان د افغانستان روغتیايي سکټور پیاوړتیا په ځانګړې توګه نسايي او ولادي برخه کې د غوره روغتیايي خدماتو وړاندې کولو په موخه، ۱،۳ میلیون امریکايي ډالر مرسته کوي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن