ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جاپان سفیر له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو پر دوام ټینګار کړی

د جاپان سفیر له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو پر دوام ټینګار کړی

author avatar
19 Sep 2024 - 11:48
د جاپان سفیر له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو پر دوام ټینګار کړی
author avatar
19 Sep 2024 - 11:48

کابل (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۳): په کابل کې د جاپان سفیر د کډوالو او راستنېدو چارو وزارت له سرپرست سره لیدنه کې ویلي چې له افغانستان سره به یې د هېواد مرستې دوام ولري.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، پرون په افغانستان کې د جاپان سفير تاکایوشي کورومایا د کډوالو او راستنېدونکو چارو له سرپرست وزیر خلیل‌الرحمن حقاني سره د هغه د کار په دفتر کې ولیدل.

یاد وزارت ویلي، په دې ناسته کې د جاپان هېواد د بشري مرستو د جریان او څرنګوالي په اړه خبرې وشوې.

سرچینې ویلي، په دې لیدنه کې د جاپان سفیر په خپلو خبرو کې له پاکستانه د را ایستل شوو کډوالو د ښه مدیریت له امله د کډوالو چارو وزارت د فعالیتونو ترڅنګ په افغانستان کې د ډاډمن امنیت، اداري فساد او له نشه‌یي توکو سره د مبارزې برخو کې د اسلامي امارت د هڅو ستاینه وکړه.

هغه زیاته کړې: «جاپان اراده لري له افغانستان سره خپلو خبرو او اړیکو ته په لوړه کچه دوام ورکړي.»

د جاپان سفیر له افغانستان سره د پخوانیو مرستو یادونه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د دغه هېواد مرستې به دوام ومومي.

 سرچینې ویلي، په یاده لیدنه کې د کډوالو چارو وزیر له جاپان څخه په بېلابېلو برخو کې د بشري مرستو له امله مننه وکړه.

دغه راز، حقاني د راستنو شوو کډوالو او داخلي بېځایه شوو د ستونزو او اړتیاوو په اړه خبرې وکړې او د کډوالو لپاره د سرپناه، پوهنې، روغتیا، حرفوي زده‌کړو او کاري فرصتونو برخو کې یې د مرستو غوښتنه وکړه.

 د یو بل خبر له مخې، په کابل کې د پاکستان سفیر عبیدالرحمن نظاماني هم د کډوالو او راستنېدونکو چارو له سرپرست وزیر خلیل‌الرحمن حقاني سره د هغه د کار په دفتر کې ولیدل.

 یاد وزارت ویلي، په دې لیدنه کې پاکستان کې د مېشتو کډوالو د ستونزو او هغو ته د حل‌لارو په اړه خبرې وشوې.

سرچینې ویلي، حقاني په پاکستان کې د کډوالو د ستونزو يادونه وکړه او له دغه هېواده یې وغوښتل چې د ګاونډیتوب اصل ته په کتو باید مهاجرین په اجباري توګه ونه باسي او نه یې وځوروي.

هغه دغه راز له پاکستانه د کډوالو په اړه د یوې ګډې او جامع تګلارې غوښتنه وکړه، څو د مهاجرینو راتلونکی روښانه او په اړه یې دقیق تصمیمونه ونیول شي او په هیڅ وخت کې هغوی د سیاستونو قرباني نه شي.

د کډوالو وزیر په تورخم او سپین‌بولدک کې هم د ځینو ستونزو یادونه وکړه او په تګ راتګ کې یې د اسانتیاوو رامنځته کولو غوښتنه وکړه.

سرچینې ویلي، په دې لیدنه کې په کابل کې د پاکستان سفیر وویل، باثبات او مترقي افغانستان د پاکستان او سیمې په ګټه دی او کوم مسایل چې د خبرو له لارې د حل وړ وي، باید ګډې ناستې یې په اړه وشي.

نوموړي زیاته کړه: «مهاجرین زموږ خپل وروڼه او خویندې دي او د هغوی ستونزو ته رسېدنه زموږ دیني او اخلاقي مسوولیت دی.»

نظاماني ژمنه وکړه چې یادې ستونزې به له خپلې رهبرۍ سره شریکې او د حل لپاره به یې کوټلي ګامونه پورته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې وږي میاشتې په ۲۷مه د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په کابل کې هغې ناسته کې چې د ځینو هېوادونو سفیرانو او د نړۍوالو سازمانونو استازو په کې ګډون کړی و، ویلي وو چې ګاونډي هېوادونه دې د کډوالو په ایستلو کې له حوصلې کار واخلي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.