کابل (پژواک، ۱۳ غويی ۱۴۰۴): افغانستان کې د جاپان سفیر وايي، هېواد یې له افغان کورنیو سره مرستې او ملاتړ ته ژمن دی.
د خوړو نړۍوال پروګرام د خبرپاڼې له مخې، افغانستان کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورومیا او افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام سرپرست موتینتا چیموکا د کابل په یوه کلینیک کې پر خوارځواکۍ د اخته ناروغانو لیدنه کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، په یاد مرکز کې سلګونه امېندواره او شېدې ورکوونکې مېندې او د هغوی ماشومانو ته د تغذیې خدمتونه وړاندې کېږي او یاده لیدنه افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام عملیاتو ته د جاپان د باثباته او پیاوړې ژمنتیا ښکارندویی کوي.
ورته مهال، تاکایوشي کورومیا ویلي: «د هغو افغان مېرمنو او ماشومانو لیدل چې له خوارځواکۍ ځورېدل، ډېر سخت وو خو د هغو خدماتو لیدل چې د خوړو نړۍوال پروګرام او شریکانو له لورې د هغوی د روغتیا او تغذیې د حیاتي مرستو وړاندې کولو لپاره ترسره کېدل، هم زړهراښکوونکي وو. د جاپان دولت د ناورین په اوږدو کې لا هم افغان کورنیو سره مرستې ته ژمن دی.»
خبرپاڼه کې راغلي، جاپان په دې ورستیو کې افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام سره اووه میلیون ډالره مرسته کړې ده.
د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي، د یادې بودجې له لارې هغوی ۳۰ زره کورنیو ته تر درېیو میاشتو لپاره د خوړو بېړنۍ مرستې رسولای شي، د ۶۰ زره امیندواره او شېدې ورکوونکو مېرمنو او پر خوارځواکۍ اخته ماشومانو ملاتړ کولای شي او دغهراز ۳۰ زره د ښوونځیو ماشومانو ته ورځني خواړه برابرولای او په ټولګیو کې د هغوی تمرکز او د زدهکړې وړتیا ډېرولای شي.
بلخوا، افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام د مدیر مرستیال ویلي چې یاد بنسټ یوازې د جاپان د دولت په څېر خیرخواه شریکانو په مرسته کولای شي چې د بودجې سخت کمښت سره بیا هم په ټول افغانستان کې له ښځو او ماشومان څخه ملاتړ وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د خوړو نړۍوال پروګرام څه موده مخکې ویلي وو چې افغانستان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ هېواد دی او هغوی له خوارځواکۍ څخه د افغان ماشومانو ژغورلو لپاره دوامداره مالي ملاتړ ته اړتیا لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP