د کابل ښار اتمې ناحیې اړوند د کابل – لوګر سړک په اوږدو کې د بیني حصار له سیمې د ستانکزي تر څلورلارې او له یادې څلورلارې د بګرامیو تر نساجي د نښلوونکي سړک جوړولو چارې د ۳۲۰ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې.
د اروزګان د مرکز ترینکوټ ښار او ګېزاب ولسوالي ترمنځ د غځېدلي سړک د خرابوالي په اړه د پژواک راپور له خپرېدو وروسته اوس د دې لارې د یوې برخې جوړولو چارې پیل شوې.
د رياستالوزرا د اقتصادي مرستيال له لوري د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د کابل – جلالاباد د دویم لین سړک د پاتې برخې چارې پیل شوې.
د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار کې د څه باندې ۴۰ میلیون افغانیو په لګښت د نږدې یونیم کیلومتر سړک د قیر کولو چارې پیل شوې.
د لوړو زدهکړو وزارت وايي، د کاپیسا ولایت البیروني پوهنتون کې د یو شمېر پروژو کار پیل او د ۱۸ میليون افغانیو په لګښت د یاد پوهنتون د احاطوي دېوال په ګډون د یو شمېر نورو پروژو چارې بشپړې شوې.
د میدانوردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د سل زره امریکايي ډالرو په لګښت د یوه استنادي دېوال جوړولو چارې پيل شوې.
د غزني په خواجهعمري ولسوالۍ کې د خلکو په اووه میلیون افغانۍ شخصي لګښت یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
د رياستالوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر وايي، د کابل – ننګرهار د دويم لين سړک جوړولو وړانديز د منظورۍ په موخه د مشرتابه دفتر ته لېږل شوی دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وایي چې سږ کال یې په افغانستان کې کډوالو ته د سرپناه جوړولو لپاره درې میلیون ډالر ځانګړي کړي دي.
د اوبو او برېښنا وزارت وایي چې د ګمبیري بند تفصیلي ډيزاین چارې بشپړې شوې او د جوړولو پروژې تړون به یې ډېر ژر له دوو ودانیزو شرکتونو سره لاسلیک شي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي چې د هرات – غور سړک جوړولو چارې پیل شوې.
کابینې د ریاستالوزراء اداري معاونيت ته دنده سپارلې څو اړوندې ادارې وهڅوي چې د قوشتېپې کانال چارې چټکې او په کور دننه او بهر د افغان سوداګرو لپاره نورې اسانتياوې برابرې کړي.