ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملا برادر: د کابل – ننګرهار دويم لين سړک جوړولو چارې به د مشرتابه له منظورۍ وروسته پیل شي

ملا برادر: د کابل – ننګرهار دويم لين سړک جوړولو چارې به د مشرتابه له منظورۍ وروسته پیل شي

author avatar
11 May 2024 - 14:53
ملا برادر: د کابل – ننګرهار دويم لين سړک جوړولو چارې به د مشرتابه له منظورۍ وروسته پیل شي
author avatar
11 May 2024 - 14:53

جلال‌اباد (پژواک، ۲۲ غويی ۱۴۰۳): د رياست‌الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر وايي، د کابل – ننګرهار د دويم لين سړک جوړولو وړانديز د منظورۍ په موخه د مشرتابه دفتر ته لېږل شوی دی.

د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر پژواک خبري اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ليکلي چې نوموړي یادې څرګندونې پرون د کابل – ننګرهار دويم لين سړک له ځينو برخو د ليدنې پر مهال کړې دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، ملا برادر چې د بهرنيو چارو او ټولګټو وزیرانو او د کابل او ننګرهار واليانو يې ملتيا کوله، د کابل – ننګرهار د دويم لين سړک له ځینو برخو یې ليدنه وکړه.

برادر د دې ليدنې پر مهال ويلي، دغه سړک دوی ته لومړيتوب لري او د چارو پيلولو په موخه يې وړانديز د اميرالمؤمنين له دفتر سره شريک کړی دی.

برادر زياته کړې چې د کابل – ننګرهار په سړک ډېر خلک سفرونه کوي، دغه راز مهمه ترانزيټي لار هم ده او ترڅنګ یې وخت ناوخت پر دې لار د ترافیکو پېښو له امله هېوادوال له مرګونو پېښو سره مخ کېږي، نو دې ستونزو ته په کتو به ډېر ژر د دویم لین چارې پيل شي.

د رياست‌الوزراء اقتصادي مرستيال وايي چې د کابل – ننګرهار دويم لين سړک يې په لومړيتوب کې شامل کړی چې په جوړېدو به يې نه يوازې د ختيځ زون، بلکې د هېواد د نورو سیمو د خلکو او سوداګرو د تګ راتګ ستونزه هواره شي.

د کابل – ننګرهار دويم لين سړک د دغه ولایت د مرکز د سره‌رود له دوسرکې پیلېږي، د دغه ولايت له څلورو ولسواليو تېرېږي او بیا له کابل سره وصلېږي.

Views: 49

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.