Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د افغانستان پخوانیو ولسمشرانو محمداشرف غني او حامد کرزي د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مخکښ غړي ګیلهمن وزیر برید غندلی دی.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملګرو ملتونو امنیت شورا د وروستي پرېکړهلیک څخه چې د افغانستان حاکمیت، خپلواکي، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یووالي درناوي ترڅنګ د یوه آرامه، باثباته او پرمختللي افغانستان لپاره د نړۍوالو ټولنو یووالی ښیي، هرکلی کړی دی.
د راپورونو له مخې، ځینو سرچینو ویلي چې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ته درېیو هېوادونو ته د سفر اجازه ورنه کړل شوه خو ا.ا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایو د هېواد له مخکني ولسمشر حامد کرزي سره د دوحې نړۍوال کنفرانس په تړاو خبرې کړې دي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي لندن کې له ځينو افغان سیاسي شخصيتونو او د مخکيني حکومت له څو تنو چارواکو سره کتلي دي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د ملګرو ملتونو له استازي سره په لیدنه کې د هېواد د روانو حالاتو، د نجونو د زدهکړو او د افغانانو ترمنځ خبرو اترو پیلېدو په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي مور د ورپېښې ناروغۍ له امله د ترکیې په یوه روغتون کې ساه ورکړې ده.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له واشنګټنپوسټ سره په مرکه کې د افغانانو ترمنځ پر مذاکراتو او په افغانستان کې د خلکو استازي حکومت پر شتون ټینګار کړی او امریکا یې په افغانستان کې پر پراخ مالي فساد تورنه کړې ده.
پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د جاپان له سفیر تاکاشي اوکادا سره ولیدل.
د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په ترکیه کې له محمد محقق او محمدکريم خلیلي سره د هېواد پر روانو مسایلو خبرې کړې او د افغانانو ترمنځ خبرې اترې یې د افغانستان د مسئلې د حل یوازینۍ لار بللې ده.
حامد کرزي او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړې او په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره یې د ملي خبرو اترو پیل اړین بللی دی.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او په کابل کې د ترکیې سفیر افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د خبرو اترو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP