کابل (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۳): د افغانستان پخوانیو ولسمشرانو محمداشرف غني او حامد کرزي د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مخکښ غړي ګیلهمن وزیر برید غندلی دی.
د راپورونو له مخې، وړمه ورځ ماښام مهال د پښتون ژغورنې غورځنګ پر یوه پېژندل شوي غړي ګیلهمن وزیر د پاکستان پلازمېنې اسلاماباد په اېف-۱۷ سیمه کې د ناپېژاندو کسانو لخوا د چړو برید وشو چې تر اوسه په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
د پښتون ژغونې غورځنګ د رهبرۍ درېیو غړو پژواک خبري اژانس ته وویل: «ګیلامن وزیر تراوسه بې هوښه دی، مصنوعي تنفس ورته چالان دی او حالت یې هم ډېر نازک ښودل کېږي.»
د افغانستان پخواني ولسمشر محمداشرف غني پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «د ګیلهمن وزیر لپاره چې په سخت ټپي حالت کې دی، له زرګونو هېوادوالو سره یو ځای له لوی رب العزت ج نه د سملاسي روغتیا هیله او دوعا کوم. د هغه د ملګرو او مینهوالو ځوانانو هلې ځلې ستایم چې نه یوازې یې ځای پرځای د هغه د درملنې لپاره کوي، بلکې نورې لارې هم لټوي.»
هغه لیکلي چې پر ګیلهمن برید د ناځوانۍ وروستی حد دی او هیله یې څرګند کړې چې ژر روغ شي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي هم لیکلي: «پر ولسي فعال او خوږ ژبي شاعر ګیله من وزیر برید چې له امله یې دی ټپي شوی ډیر خواشینۍ کړم. د لوی خدای (ج) له درباره ده ته د سملاسې روغتیا استدعا کوم.»
د مشرانو جرګې پخواني غړي فضلالهادی مسلمیار هم لیکلي:«د پښتو ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی او انقلابي شاعر ګیله من وزیر په ټپي کېدا ډېر خواشینی شوم، پښتون ژغورنې غورځنګ د خپل قام د ازادۍ، حقوقو غوښتلو، ظلم، جبر او ناروا خلاف راپورته شوي سپېڅلي ځوانان دي چې داعیه یې برحقه او که خدای کول یوه ورځ به تر بریا ورسېږي.»
ګیلهمن وزیر د پښتون ژوغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین نږدې ملګری او پر دې سربېره د پښتو ژبې شاعر هم دی، تل به یې په خپلو انقلابي شعرونو کې پښتانه یووالي ته رابلل او د تېرو کلونو د جګړو او ناخوالو کیسې به یې کولې.
Views: 103
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن