Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د لوړو زدهکړو وزارت وايي، له دې وروسته به په افغانستان کې دننه د دولتي پوهنتونونو د استادانو د ماسټرۍ او دکتورا لګښت د دغه وزارت له بودجې ورکول کېږي.
له پاکستان او ایرانه یو شمېر را ایستل شوي افغانان چې د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې په موقتي کمپونو کې ځای پر ځای شوي، له سرپرست حکومت او مرستندویه موسسو د مرستو له امله مننه کوي، خو د سرپناه او کاري فرصتونو برابرېدو غوښتنه کوي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې حکومت دې د واخان لويې لارې پاتې چارې بېرته پیل کړي، څو له چین سره د سوداګرۍ لپاره واټن کم شي.
پېښو ته د رسېدو چارو کې د دولت وزارت مسوولین د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې برخه کې ولایتي رییسانو ته د چمتووالي روزنیز پروګرام له پیلېدو خبر ورکوي.
د بغلان لسګونو قومي مشرانو په یوه غونډه کې د اوبو او برېښنا له سرپرست وزیره په دغه ولایت کې د اوبو سپما لپاره د کوچنیو بندونو جوړولو غوښتنه وکړه.
کابل ولایت مقام د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سره په همغږۍ په پلازمېنې کابل کې له قومونو سره د یووالي او همغږۍ یوه لویه غونډه جوړوي.
یو شمېر موټرچلوونکي پر لویو لارو د تګ راتګ پر مهال له ستونزو شکایت کوي او له حکومته غواړي چې د دې لارو بیارغولو چارې دې چټکې کړي.
د کونړ یو شمېر اوسېدونکي له حکومته غواړي دې په دغه ولایت کې د تاریخي ابدو د بیارغونې په موخه پيل شوې پروژې، بشپړې کړي.
تخار ولایت کې یو ځوان د ۵۰۰ زرو افغانیو پانګونې له لارې یو شمېر ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړې، خو د دغه ولایت اوسېدونکي وایي، په داسې شرایطو کې چې کاري زمینې کمې دي حکومت باید د وړو متشبثینو ملاتړ وکړي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی وایي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږيکوونکي سره په لیدنه کې یې د افغانستان سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان سرپرست حکومت د دفاع وزیر وایي، په افغانستان کې داسې څوک نشته چې دوی ورسره د روغې جوړې خبرې وکړي او د اوس لپاره د یوه ټول ګډون حکومت جوړولو او په اړه یې خبرو ته اړتیا نشته.
ښرنه (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۲): د پکتیکا یو شمېر اوسېدونکي له حکومته غواړي چې په دغه ولایت د «پلتو» بند درېدلي کارونه بېرته پیل کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP