Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د اروزګان د مرکز ترینکوټ ښار اړوند «اباسالي» سيمې اوسېدونکي وايي، له ډېرو لومړنیو خدمتونو بېبرخې دي او له تېرو څه باندې شلو کلونو راهیسې یې په سیمه کې هیڅ ډول پراختیایي پروژه نه ده پلې شوې.
کورنیو چارو وزارت وایي، خلک دې د پېښو مخنیوي په موخه د څاهګانو سرونه بند کړي، کنه قانوني چلند ورسره کېږي، او د دغه حکم د تطبیق په موخه یې یوې کمېټې ته دنده سپارلې څو ولایتونو ته سفر وکړي.
د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ د «درې» یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې د سیمې سړکونه یې خامه دي، روغتیايي، ښوونیزو او مخابراتي خدمتونو او د څښاک پاکو اوبو ته هم بشپړ لاسرسی نه لري.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست کونړ ته د سفر پر مهال د دغه ولایت له مسوولینو او قومي مشرانو سره په لیدنه کې ویلي چې خلک دې په زور نه، بلکې د فکر او پوهې له لارې د حق لور ته راوبلل شي.
د هېواد یو شمېر ولایتونو کې خلک د ټاپي، ټاپ، نوري فایبر او اوسپنې پټلۍ پروژو چارو پیل ته خوښ دي، وایي چې د دغو پروژو له پیل سره کارونه پیدا کېږي او د هېواد اقتصاد پرمختګ کوي.
د پکتیا د جانيخېلو ولسوالۍ خلک وايي چې په دې ولسوالي یوازې یو مخابراتي انتن دی او ډېر خلک یې مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
د پکتیا یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دغه ولایت په حوزوي روغتون کې درمل او بسترونه کم دي چې له امله یې دوی له ستونزو سره مخ دي.
د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند د ځينيخېلو سيمې اوسېدونکي په خپله سيمه کې د رغنيزو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کوي.
د کونړ د شیګل ولسوالۍ د شینګش غرنۍ سیمې اوسېدونکي شکایت کوي چې روغتون او سړک نهلري او خپل ناروغانو د څارویو په واسطه د ولسوالۍ تر مرکزه رسوي.
د اروپایي ټولنې لوړپوړو چارواکو په بروکسل کې د افغانستان په تړاو غونډه کې له افغانانو سره پر بشري مرستو خبرې کړې دي.
د غزني د جاغوري ولسوالۍ خلک د ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت د زابل د خاکافغان ولسوالۍ خلکو ته د دوستي په نوم یو ښوونځی جوړوي.
د بلخ د کشندې ولسوالۍ اوسېدونکي وایي چې د ژوند له لومړنیو اړینو خدمتونو لکه برېښنا، روغتیایي مرکزونو، سړک او مخابراتو بې برخې دي او د څښاک اوبو ته هم لاسرسی نه لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP