د هلمند د کرنې ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په يو شمېر ولسوالیو کې کروندګرو د ریحان «کشمالي» ګلانو کرنې ته مخه کړې چې د تېر کال په پرتله پهکې د پام وړ ډېروالی راغلی دی.
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، په دغه ولایت کې د ریحان کښت او حاصلات د تېر کال په پرتله شاوخوا دوه برابره ډېر شوي خو کروندګر یې له ټيټې بیې سر ټکوي او له حکومته غواړي چې بازار ورته پیدا کړي.