ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د ریحان «کشمالي» ګلانو کرکېله ډېره شوې

هلمند کې د ریحان «کشمالي» ګلانو کرکېله ډېره شوې

author avatar
28 Jul 2024 - 16:00
هلمند کې د ریحان «کشمالي» ګلانو کرکېله ډېره شوې
author avatar
28 Jul 2024 - 16:00

لښکرګاه (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۳): د هلمند د کرنې ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په يو شمېر ولسوالیو کې کروندګرو د ریحان «کشمالي» ګلانو کرنې ته مخه کړې چې د تېر کال په پرتله په‌کې د پام وړ ډېروالی راغلی دی.

د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د پروګرامونو د همغږۍ مدیر قاري محمدشفیق مبین پژواک خبري اژانس ته وویل، د تېر کال په پرتله سږ کال دغه ولایت کې د ریحان‌ ګل کرکېله ډېره شوې ده.

د هغه په خبره، تېر کال پر ۱۱۹۹ هکتاره ځمکه د ریحان ګلانو کښت شوی و چې ۲۱۵۸ ټنه حاصلات ترې ټول شوی وو خو سږ کال بیا پر ۱۴۳۲ هکتار ځمکه کرل شوي چې۲۳۹۱ ټنه حاصلات ورڅخه په لاس راغلي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د تېر کال په پرتله، د ریحان ګلانو په حاصلاتو کې ۲۳۳ ټنه ډېروالی راغلی دی.

هغه وویل: «حاصل او کرکېله یې ځکه ډېره شوې چي مصارف یې کم او عایدات یې ډېر دي، بل دا چې په تېر کال کې زرګونه بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ورکول شوې دي او دغه راز مو عامه پوهاوی هم ورکړی، سږ کال هم په پلان کې لرو چې دوام ورکړو. «

ورته مهال، دغه ولایت کې هغه کروندګر چې د ریحان ګلان یې کرلي، له حاصلاتو څخه یې خوښ دي او غوښتنه کوي چې د اصلاح شوو تخمونو او بازارموندنې برخه کې دې ورسره همکاري وشي.

د نادعلي ولسوالۍ د لوی‌مانده د شنه کلي اوسېدونکي سردار وویل: «ریحان زیات کرل شوي دي او حاصلات یې هم زیات دي، خو لویه خبره یې د بیو ده چې سږ کال یې یعنې پنځه‌نیمې کیلو په ۳۸۰ افغانۍ خرڅېږي، خو تېر کال بیا ښه و، په ۵۵۰ افغانۍ خرڅېدل، زمونږ غوښتنه دا ده چې حکومت مو حاصلاتو ته ښه بازار پیدا کړي.»

دغه راز، د لښکرګاه ښار په منډوي کې د ریحان ګلانو یو پلورونکی نیازمحمد وایي: «تېر کال ریحان کم کرل شوي وو؛ ځکه یې ګټه ډېره وه، خو سږ کال زیات کرل شوي؛ نو ځکه یې قیمتونه کم دي او بازار نه‌لري.»

ریحان یا کشمالي ګل چې پاڼې او دانې یې د عطرو په جوړولو کې کارول کېږي، په درملو او دغه راز د بېلابېلو خوړو د خوند په برابرولو کې هم ورڅخه استفاده کېږي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.