د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان قونسلګري وايي، د کراچۍ او د سیند صوبې له سکر لارکنه زندانونو ۲۰۰ افغان کډوال خوشي او افغانستان ته لېږدول شوي دي.
په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت وايي، د سند ایالت له زندانونو څخه ۱۲۰ افغان بندیان خوشي او افغانستان ته واستول شول.
په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان کونسلګري د دغه هېواد له زندانونو څخه د ۷۰ افغانانو د خوشي کېدو خبر ورکوي.
د پاکستان له مختلفو زندانونو ازاد شوي ۲۳ تنه افغانان په تورخم کې افغان لوري ته وسپارل شول.
. . .