Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
سرپل او نورستان کې مسوولین وایي چې په دغو ولایتونو کې د ۱۰ میلیونو افغانیو په لګښت د څه باندې ۸ کیلومتره سړکونو جوړولو او بیارغونې چارې پیل شوې دي.
سرپل کې امنیتي سرچینې وایي چې د دغه ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او یو بل ټپي شوی دی.
د سرپل ولایت په مرکز کې د ۴۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت د نجونو یوه ښوونځي د ودانۍ جوړېدو چارې پيل شوې او د کونړ په ولایتي روغتون کې بیا د ۳۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت یو لابراتوار فعال شو.
سرپل کې سرچینې وایي، په دغه ولایت کې د دوو ښځو په ګډون ۱۷ کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه.
سرپل کې د پوهنې ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې له ۴۱۱ ښوونځیو سل یې ودانۍ نه لري چې زدهکوونکي له ستونزو سره مخ دي.
د سرپل اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په داسې حال کې «د ګرګک صیاد جشن» تر سره کړ چې د یاد ولایت کروندګر وایي، د پرله پسې وچکالیو له امله کرنیز په ځانګړي ډول د ګرګک حاصلات کم شوي دي.
سرپل کې امنیتي سرچینې وايي چې نامعلومو وسلهوالو په دغه ولایت کې یو کس په ډزو وژلی دی.
سرپل کې ځايي مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د دوه ترافیکي پېښو پایله کې یو کس مړ او بل ټپي شوی دی.
د سرپل اوسېدونکي په نږدې راتلونکي کې د سلطان ابراهیم بند د جوړولو چارو د پیل هرکلی کوي او د دغه ولایت مسوولین وایي چې پر دغه بند ۳۷ میلیونه ډالر لګښت راځي او د ۵۵ زره هکتاره ځمکې خړوبولو وړتیا لري.
سرپل (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۲): سرپل کې امنیتي مسوولین وایي چې تېره شپه یو کس د دغه ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې د نامعلومو کسانو
سرپل کې مسوولین وايي، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰ زره ماشومان پر درنو او نورو کارونو بوخت دي، خو دغه ماشومان بیا وايي چې دغو کارونو ته يې د بېوزلۍ له امله مخه کړې ده.
د سرپل کرنې ریاست مسوولین وایي، په دغه ولایت کې له سل زره جریب ډېره غصب شوې دولتي ځمکه له غاصبینو بېرته راګرځول شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP