Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
په هلمند ولایت کې د ۱۷۷،۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه پل او ۲۷،۵ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پيل شوې.
په لوګر ولایت کې مس عینک کان ته د غځېدلي سړک د جوړولو چارې نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.
د ننګرهار ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې د ۱۹ ميليونه افغانيو په لګښت د ۱۲سوه مترو په اوږدوالي د يوه سړک د بيارغونې چارې پیل شوې.
د غزني یو شمېر اوسېدونکي وایي، د دغه ولایت ملکي روغتون ته غځېدلی سړک ډېر ویجاړ شوی چې باید ورغول شي.
د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف ښار څلورمې ناحیې اړوند سیمه کې د ۲۲ میلیون افغانیو په لګښت د یوه سړک کانکرېټ کولو چارې بشپړې شوې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د کابل ښاروالي وايي چې د کابل – جلالاباد سړک د لومړۍ برخې پراخولو او جوړولو چارې د مکروریانو له څلورلارې تر پکتیاکوټ پورې د څه باندې ۶۸۰ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې.
د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار کې د ۴۳ میلیون افغانیو په لګښت د څه باندې یو کیلومتر سړک قیر کولو چارې پیل شوې.
بغلان کې ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د ۶۰ میلیون افغانیو په لګښت د شپږ کیلومتره یوه سړک پراخولو او پخولو کار پیل شو.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس چې د ورېښمو لارې د څارنې په موخه د يوه ټیم په مشرۍ د کوچني پامیر دره او غجیر سیمې ته تللى وايي، د ورېښمو د تاريخي لارې جوړېدو چارې د چين او افغانستان ترمنځ صفري نقطې ته رسېدلې دي.
د هرات ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په اوبه ولسوالۍ کې ۸۰ کیلومتره سړک ترمیم او جغل پرې اچول کېږي، دغهراز په هرات ښار کې د شاوخوا څلور میلیون افغانیو په لګښت د یوه چوک جوړولو چارې پیل شوې.
د دایکنډي د شهرستان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وایي چې په خپل شخصي لګښت یې د دې ولسوالۍ په کجپیتاب سیمه کې د څه باندې شپږ کیلومتره سړک جوړولو چارې پیل کړې دي.
د سرپل ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په صیاد ولسوالۍ کې پر ۳۰ کیلومتره یوه سړک د جغلاچونې کار پیل شو.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن