خوست کې د لومړي ځل لپاره د معلولينو «ويلچر باسکيټبال» يو ورځنی سيالۍ ترسره شوې.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د احمدشاه ابدلي فرسټ کلاس شپږم پړاو «څلور ورځنۍ» سیالۍ سبا پیلېږي.
تخار کې ورزشي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د لسو لوبډلو په ګډون پيل شوې وې چې د شیوا لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
بامیان کې د ورزش مسوولین وایي، د شپږو ولایتونو ورزشکارانو ترمنځ د «فول رزم» سیالۍ د بلخ ولایت په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د کندوز ورزشي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د انټرکلب ۲۵ اوریزې سیالۍ پیل شوې.
د میدان وردګو په مرکز میدانښار کې د دغه ولایت په کچه ۱۸ کرکټ لوبډلو ترمنځ انټرکلب سیالۍ د منګل زلمي ټیم په بریا سره پای ته ورسېدې.
. . .
د میدانوردګو په سیداباد کې د څلورو ولایتونو د والیبال د ۹۰ ټیمونو ترمنځ اووه ورځنۍ سیالۍ د میدانوردګو په بریا پای ته ورسېدې.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د کرکټ یوولسو لوبډلو ترمنځ د کلب لېول ۲۵ اووریزې سیالۍ پای ته ورسېدې.
د بلخ مرکز مزارشریف کې د کرکټ د لسو لوبډلو ترمنځ د کلب لېول ۲۵ اووریزې سیالۍ پیل شوې چې ١٥ ورځې به دوام وکړي.
د زابل په مرکز کلات ښار کې د کرکټ ۲۵ اوریزه لوبې د کلات اکاډمۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
ټاکل شوې د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د کرکټ د درېیو یو ورځنیو نړۍوالو سیالیو لوبلړۍ سبا پیل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP