غزني کې د مرکز د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټسال غورهلیګ سیالۍ پیل شوې چې یوهنیمه میاشت به دوام وکړي.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د روانې جنورۍ میاشتې په ۱۸مه د وزیر محمداکبر خان دویمه درجه ولایتي یو ورځنۍ سیالۍ پیلېږي چې ۳۷ لوبډلې به په کې برخه ولري.
د ننګرهار ولايت مرکز جلالاباد ښار کې د ۲۲ ولسواليو د کرکټ منتخبو لوبډلو ترمنځ شل اووريزې سيالۍ پيل شوې.
د غزني د ورزش او بدني روزنې امریت له لوري په دغه ولایت کې د والیبال دوولسو لوبډلو ترمنځ ژمنۍ سیالۍ پیل شوې چې شل ورځې به دوام ولري.
کرکټ بورډ وایي چې د افغانستان، سوېلي افریقا او هند له ۱۹ کلنو د کمعمره کرکټ لوبډلو ترمنځ د روانې ډسمبر میاشتې په ۲۹مه درې اړخیزو سیالیو لوبلړۍ پیلېږي.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د هېواد د زونونو په کچه له ۱۶ کلنو د کمعمره لوبغاړو ترمنځ د کرکټ یو ورځنۍ سیالۍ نن پیل شوې.
د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت وایي چې په دغه ولایت کې د څلورو ولایتونو د دېرشو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې.
د کرکټ لس اووریزې سیالۍ د ۱۳ افغان لوبغاړو په ګډون سبا په متحده عربي اماراتو کې پیلېږي.
د لوګر د بدنې روزنې او ورزش امریت چارواکي وایي چې د لومړي ځل لپاره د دغه ولایت په ازره ولسوالۍ کې د لسګونو لوبغاړو ترمنځ د تېږېاچونې رسمي سیالۍ ترسره شوې.
د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت وایي، د دغه ولایت په محمداغه ولسوالۍ کې د مرکز پلعلم او ولسوالیو شاوخوا ۴۰ غوره لوبغاړو ترمنځ د موتای ورزش درې ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.
بامیان کې ورزشي مسوولین وایي، د مویټای سیالۍ چې د «خزاني جام» تر نوم لاندې د درېیو ولایتونو لوبغاړو ترمنځ پيل شوې وې، د بامیان ورزشکارانو په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د نړۍوال جام سیالیو په لړ کې نن د اسټرالیا او سوېلي افریقا ترمنځ دویمه نیمه پایلوبه ترسره کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP