Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
نن په کابل کې د ۹۷۰ میلیونه افغانیو په پانګونې سره د کمپلو یوې تولیدي فابریکې کار پیل کړ. دغه فابریکه به دا مهال په ورځني ډول د دوو زرو او په راتلونکي کې د پنځو زرو کمپلو د تولید وړتیا ولري.
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت وایي چې انقرې ته نږدې د دغه هېواد د هوایي چلند صنعت پر یوې فابریکې د وسلهوالو برید کې لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکوي چې تخار کې د ۹ میلیون افغانیو په پانګونه د صابون تولیدولو یوه فابریکه پرانیستل شوه.
د کابل خاکجبار ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د دې ولسوالۍ په مسلماباد سیمه کې د چرګانو دانې توليدوونکې یوې فابريکې له بدبويي په تنګ راغلي خو د فابريکې مسوولين بیا وايي چې خلک سلیقوي او عقدهيي چلند کوي.
د کابل د چهاراسیاب ولسوالۍ په «سنګ نویشته» سیمه کې د پنځه میلیون ډالرو په لګښت د ایوډینلرونکې مالګې تولید یوه فابریکه پرانیستل شوه.
یو شمېر چینایي صنعتکارانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، په نږدې راتلونکي کې به د ۱.۲۵ میلیون ډالرو په ارزښت د موبایل چارجرونو د تولید مشینري له خپل هېواده افغانستان ته راولېږدوي.
د ملي پراختیا شرکت د میدانوردګو ولایت په مرکز میدانښار کې د ډبرو سکرو پروسس یوي فابریکې جوړولو چارې پیل کړې.
د کندهار ښار په عینو مېنه کې د ۷۱ سوداګرو په ګډې پانګونې سره د ۵۰ میلیون ډالرو په لګښت د «سنو فارما» په نوم د درملو د تولید یوه لویه فابریکه پرانیستل شوه.
د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ۶۵ میلیون افغانیو په پانګونه د پنبې یوه فابریکه پرانیستل شوه چې په یوه ساعت کې د درې ټنه پنبې تولیدولو وړتیا لري.
د هلمند په مرکز لښکرګاه کې نن د ۶۰ میلیون افغانیو په پانګونې د پنبې پروسس یوه نوې فابریکه پرانیستل شوه چې په یوه ساعت کې د پنځه ټنه پنبې د پروسس وړتیا لري.
د کندهار په صنعتي پارک کې د ۵۵ میلیون افغانیو په پانګونه د پنبې پروسس یوه فابریکه پرانیستل شوه.
د کندهار امنیې قومانداني وايي چې د دغه ولایت په ډنډ ولسوالۍ د نشهيي توکو د تولید یوه فابریکه کشف او له منځه يووړل شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP